لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو کېسونو شمېره ۲۸۳ ته ورسېده


پاکستان د نړۍ د هغو درېو هېوادونو په سر کې دی ، چرته چې د پوليو وائرس وس هم شتون لري
پاکستان د نړۍ د هغو درېو هېوادونو په سر کې دی ، چرته چې د پوليو وائرس وس هم شتون لري

د پاکستان په قبائيلي سيمو او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پوليو د تازه اووه کېسونو رامخې ته کېدو سره روان کال کې د پوليو کېسونو شمېره ۲۸۳ ته رسېدلې ده .

د راپورونو ترمخه د پوليو په تازه رامنځته شوؤ کېسونو کې څلور په قبائيلي سيمو خېبر ايجنسۍ او شمالي وزيرستان ، او درې نور په خېبرپښتونخوا صوبه کې رپورټ شوي دي . خېبرپښتونخوا کې دوه کېسونه په پېښور او يو په سوات کې مخې ته راغلی دی .

پاکستان کې روان کال د پوليو په رامنځته شوؤ ۲۸۳ کېسونو کې ۱۷۳ په قبائيلي علاقو ،۶۳ خېبر پختونخوا ،۲۷ سيندهـ ،۱۷ بلوچستان او ۳ په پنجاب صوبه کې رپورټ شوي دي .

د صحت د محکمې کارپوهان وائي پاکستان کې د پوليو مخ په زياتېدو علت که يوې خوا ته د مورو پلار بچو ته د پوليو د قطرې ورکولو نه انکار دی ، نو بلې خوا ته بيا په هېواد کې د امنيت د خرابې وضعې له کبله ځينو سيمو او په ځانگړې توگه قبائيلي علاقو ته د پوليو د ټيمونو نه رسېدل دي .

او د دې ترڅنگ د پوليو په ضد د وسله والو لخوا په د پوليو څاڅکو ورکوؤنکو ټيمونو باندې بريدونه هم د دې رنځ په ختمولو کې لوې خنډ جوړ دی .

پاکستان د نړۍ د هغو درېو هېوادونو په سر کې دی ، چرته چې د پوليو وائرس وس هم شتون لري ، د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې دپوليو جراثيم موجود دي .

پاکستان کې د پوليو د خاتمې په مخه کې د موجودو چېلنجونو په اړه نور تفصيل په لاندينۍ لنک کې د ارشدمومند په رپورټ کې اورېدی شئ .

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG