لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نن د پولیو پرضد کمپاېن پیل کیږي


په پاکستان کې به د نن نه د پینځه کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پولیو پرضد د څاڅکو ورکولو کمپاېن پیل کیږي.په دې تازه کمپاین به په بلوچستان ۲۴ لکو او په پښتونخوا کې ۱۳.۵ لکه ماشومانو د پولیو ناروغۍ پرضد څاڅکي ورکړل کیږي.

په نني کمپاېن کې به د پښتونخوا په شپږو ضلعو کې دیارلس نیم لکه ماشومانو ته د پولیو او نورو ناروغو نه د بچ کیدو ویکسین ورکړی کیږي. هم دغه شان د بلوچستان سرښار کوټه په ګډون دصوبي به ۲۹ ویشت ضلعو (ولس والیو) کي به دپولیو د وایرس په ضد ننی کمپاېن تر دریو ورځو پوري روان وي. د بلوچستان دروغتیا چارواکو تر مخه په کمپاېن کې به د ۵ کالو نه کم عمره نزدی ۲۴ لکه ماشومانو ته دپولیو ضد د څاڅکو ورکول هد ف ټاکلی دي .

په روان کمپاېن کې به په بلوچستان کې د ۲۰ زره نه سواکارکونکي برخه اخلي. او حکومت د دوي د حفاظت لپاره کلک ګامونه پورته کړي، او دصوبي په حساسو برخوکي یهد پولیسو او لیویزو ترڅنګ سرحدی عسکر هم چمتوکړي دي. په دی اړه په کوټه کي د پولیو ضد دبلوچستان د ایمرجنیس مرکز مشر سید فیصل احمد وایس اف امریکا ته وویلي،په بلوچستان کي به یولس میاستي د پولیو په ضد کمپاېن ترسره کیږي.

سید فیصل احمد زیاته کړه چي دپولیو کارکونکي د علماء کرام ، سیاسی ګوندنو او دخیرشیګړي د ادارو په مرسته اوس تر هغه زیاتره ماشومانو پوري رسیدلي دي چي مخ کي به مندو او پلرو د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو څخه انکار کاوي ـ هم داهغه وجه ده چي تیره کال په بلوچستان ایالت کي دپولیو هیوازي دوه کیسونه مخي ته راغلی وو.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دا وخت هغه دوه ګاونډي هیوادونه دي چرته چې دپولیو وایرس موجود دی او هر کال ترې یو شمیر ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG