لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې د پوليو نوي ۵ کيسونه


پاکستان کې تېرکال ۹۳ او په کال ۲۰۱۲م کې ۵۸ کيسونه رپورټ شوي وو .
پاکستان کې تېرکال ۹۳ او په کال ۲۰۱۲م کې ۵۸ کيسونه رپورټ شوي وو .
د پاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه او قبائيلي سيمو کې د پوليو نوي پينځه کيسونه رپورټ شوي دي ، او دې سره پاکستان کې روان کال کې د پوليو د کيسونو شميره ۵۸ ته رسېدلي ده .
د راپورونو ترمخه د پوليو تازه کيسونه د نهې او شورو په ورځ د خيبرپښتونخوا د بنو سيمي نه يو ، قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان نه درې او جنوبي وزيرستان نه يو کيس مخې ته راغلی دی .
د صحت قامي ادارې (اين ائي ايچ ) د نوؤ کيسونو پخلی کړی دی .
چارواکي وايي قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۲م وروستو د امنيت له کبله ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅکي نه دي ورکړی شوي .
پاکستان کې روان کال کې د پوليو تر ټولو زيات کيسونه په قبائيلي سيمه وزيرستان کې رامځته شوي دي ، چې شمېره يې ۴۵ ده . نهه کيسونه د خيبرپښتونخوا او ۴ د سندهـ صوبې په سر ښار کراچۍ کې رپورټ شوي دي .
پاکستان کې تېرکال ۹۳ او په کال ۲۰۱۲م کې ۵۸ کيسونه رپورټ شوي وو .
پاکستان په نړۍ کې د پوليو په اړه تر ټلو زيات خطرناک هيواد گڼلی شي . د راپورونو ترمخه د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې دغه رنځ شتون لري ، خو په دغو هېوادونو کې په روان کال کې تراوسه پورې په افغانستان کې درې او نائيجيريا کې يواځې يو کېس رپورټ شوی دی .
پاکستان کې د پوليو تازه کيسونه په داسې حال کې رامينځه شوي ، چې په وروستيو کې د خيبرپښتونخوا صوبې په مختلفو سيمو او کراچۍ کې د پوليو کمپائن په مهال په دغو ټيمونو وژونکې حملې شوي دي .
راپورونه وايي د صحت د نړيوالې ادارې لاندې کارکوؤنکې د صحت يوې نړيوالې کميټۍ د پاکستان د پوليو په اړه رپورټ وړاندې کړی شوی دی ، او د هغې وروستو په پاکستان د سفري بنديزونو اندېښنه څرگنده کړی شوی ده .

جنېوا کې غونډې ته د پوليو په اړه د پاکستان رپورټ هيواد کې د پوليو د مخ نيوي څانگې فوکل پرسن عائشه رضا وړاندې کړی دی .
نوموړې وئيلي پاکستان کې د کمزوري معيشيت او امنيت د خرابو حالاتو باوجود د پوليو د مخ نيوي کمپائنې چلولی شي .
هغې وئيلي چې نړيواله ورورولي به د پاکستان مسلو ته په کتو سفري بنديزونه نه لگوي ، او که داسې کيږي هم ، نو دا به عارضي وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG