د پاکستان د تر ټولو ستر ښار کراچۍ په دریوؤ ضلعو کې په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس تصدیق شوی دی.
پاکستان کې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له مخې د کراچۍ د ملیر په دریوو، د شرقي په 12 او د جنوبي ضلعې په پینځو ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس ثابت شوی دی.
تر دې وړاندې تېره ورځ د سیند په بدین ضلعه کې هم په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو د وایرس تصدیق شوی ؤ.
د پاکستان د قامي صحت وزارت د شمیرو له مخې د روان کال په اوږدو کې په 83 ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس تایید شوی دی.
د قامي صحت د وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې دې ماحولیاتي نمونو کې کوم وایرس موندل شوي هغه د پولې له پورې غاړې څخه پاکستان ته راوړل شوي دي.
اعلامیه وايي سږکال چې د پولیو کوم دوه کیسونه اؤ څومره ماحولیاتي نمونې مخې ته راغلي هغې کې هم دا یو رقم وایرس موجود دی.
په پاکستان کې د روان کال په مهال روانه میاشت د پولیو دوه کیسونه د بلوچستان صوبې څخه مخې ته راغلي دي چې یو پکې د سرحدي ښار چمن اؤ بل د ډيره بګټي سیمې څخه ریکارډ کړی شوی دی.
د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، د ډېره بګټي په پوليو اخته شوی ماشوم د سويي سيمې اوسېدونکی دی او ورته اووه ځله د پوليوضد څاڅکي ورکول شوي دي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر ډاکټر شهزاد بېګ ويلي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونو دي چرته چې د پوليو وايرس موجود دي، تېر کال په پاکستان کې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلې وې.
هغه زياته کړه، سږ کال هم په ځينو ضلعو کې د پوليو وايرس معلوم شوی او د هغې مطلب دا دی چې د پوليو خطره شته.
Forum