د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډ کړل شوې پخوانۍ فاټا کې د پوځ د څار لاندې، د بېلا بېلو انتخابي امیدوارانو لپاره نابرابره سیاسي میدان او د سیاسي مخالف ګوندونو د نیوکو ترڅنګ په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره نن (خالي/شنبه) نزدې ۲۷ لاکه (۲.۸ ملینه) خلک ووټونه اچوي.
د پخوانۍ فاټا په اووه ضلعو او سیمو کې د بې طرفه او روڼ الیکشن (ټاکنې) د باوري کولو لپاره په ظاهره کوم بې طرفه میکنزم یا طریقه کار نه ښکاري. نه هم میډیا په ازاده توګه د پوځ د نګرانۍ بغیر د ټاکنو څارنه کولی شي.
د پاکستان په پارلیمان کې د مخالف سیاسي ګوند مسلم لیګ نون سېنټر پروېز رشید په میډیا کې د خېبر پښتونخوا په نوو اووه ضلعو کې د انتخاباتو په اړه د خبرونو په نشتوالي اندېښنې ښودلي. ٫٫ داسې ښکاري چې هلته انتخابات نشته او مونږه دې ټاکنو ته بې طرفه الیکشن نه شو ویلی٬٬.سېنټر رشید دغه اندېښنې د سېنټ د کمېټۍ په یو غونډه کې ښودلي.
د خیبرپښتونخوا په نوو ضلعو کې د پخوانۍ فاټا، باجوړ، مومند، خېبر، اورکزۍ، کرمه، شمالي اوجنوبي وزیرستان او دې ته جوختې سیمې شامل دي.
د حکومتي شمېرو ترمخه د پنځه ملینه نه د زیاتې ابادۍ په یاده سیمه کې ۲.۸ ملینه خلک رجسټرډ رایې اچوونکي دي. په دغو کې یوملین ښځې دي.
په اووه نوو ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ ۱۶ سیټونو لپاره د سیاسي ګوندونو ۶۳ او ۲۰۰ ازاد امیدواران په دې انتخاباتو کې برخه اخلي.
انتخاباتو کې د پوځ لانجمن کردار
په نوو ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو د اعلان وروسته سیاسي ګوندونو د پوځ په څار کې د انتخاباتو کولو او د پوځیانو په انتخابي مرکزونو کې د ځای پرځای کېدو مخالفت کړی دی.
د سیاسي ګوندونو او ازاد امیدوارانو اندېښنې د ټاکنو نه وړاندې د انتخابي کمپاین تراخرې ورځې پورې په ځای پاتې ښکاري.
یو مثال یې د جنوبي وزيرستان د صوبایي اسمبلۍ لپاره د یوې حلقې نه د ولاړو امیدوارانو شکایتونه دي.
د عوامي نيشنل ګوند تاج وزير، د پيپلز پارټۍ عمران مخلص، د جماعت اسلامي سېف الرحمان او جمعيت علما اسلام ف مولانا صالح محمد، ازاد امیدوارانو زبېر او عارف وزير د واڼه پرېس کلب کې په ګډه خبري کانفرنس کې تور لګولی چې د واکمن ګوند تحریک انصاف امیدواران ازاد ګرځي خو دوي داسې ونه کړی شول.
دغو امیدوارانو ځینو سیمو کې د ټاکنو وړاندې د بیلټ پیپرو په وېش او وخت خپلې اندېښنې هم څرګندې کړي دي خو د صوبې د الیکشن کمېشن یو چارواکي آصف خټک دغه اندېښنې رد کړي دي.
په پاکستان کې مخالف سیاسي ګوندونو د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې د پوځ په رول سختې نیوکې کوي او د تېر یو کال راهسې وايي چې د انتخاباتو نتیجې بدل کړی شوي دي. پوځ تل دغه دعوې رد کړي دي.
ښځې به په څومره شمېر کې ووټ واچوي؟
په انتخاباتو کې د ښځو امیدوارانو شمېره د نشت برابر ده. د صوباي اسمبلۍ ۱۶ سیټونو لپاره د ۲۵۰ نه زیاتو امیدوارانو کې یواځې دوه ښځې د ووټونو لپاره ولاړې دي. دا ښايي چې ښځې خپله د یو شمېر مشکلاتو له امله په انتخابي سیالیو کې برخه نه شي اخستی او دا هم ښکاره کوي چې سیاسي ګوندونو د ښځې په ځای سړو امیدوارانو ته د پارټۍ ټکټونه ورکړي دي.
اوس به کتی شي چې څومره ښځې به د ووټ اچولو لپاره انتخابي مرکزونو ته لاړې شي.
په سیمه خبر څیړونکي فکر کوي چې ځاي رسمونه او دودونه کیدی شي د ښځو رای اچوونکو شمېره ټیټه کړي.
د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د اصولو ترمخه پکار ده چې په یوه انتخابي حلقه کې کم از کم لس فیصده ښځې رای واچوي.
که نا- نو ټاکنې به د منلو وړ نه وي.