لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که ایران غوښتنې ومني، نو ملګری مو جوړیدی شي: ماېک پامپیو


US Iran Mike Pompeo exlusive interview
US Iran Mike Pompeo exlusive interview

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپیو ویلي که چرې ایراني مشران د امریکا غوښتنې ومني نو د نورې نړۍ عادي هیوادونو په رنګ بهزمونږ ملګری هیواد شي.

د واېس اف امریکا فارسي څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ماېک پامپیو ویلی که ایراني مشران د نورو په رنګ رويي خپلې کړي، امریکايي غوښتنې ومنې نو امریکایان به د ایران سفر کوي او ورسره به د یو ملګري هیواد په رنګ سلوک کیږي.

ماېک پامپیو ویلي روانه اونې د ده لخوا د ایران په اړه اعلان شوي نوې تګلارې مقصد د ایران اسلام پاله مشرانو لپاره نوي شرطونه ایښودل دي چې د نړۍ د نورو مشرانو په رنګ رویه خپله کړي. خارجه وزیر زیاته کړې ٫٫عادي٬٬ مشران د خپل اولس پېسې نه وهي، او نه هم د دوي پېسې په شام او یمن کې په جګړو لګوي.

دغه امریکاي سفارتکار د ایران په اړه د تګلارې د وینا په وخت د ۱۲ شرطونو نه د یو شرط وضاحت کولو په وخت وویل ایران له د نړیوالي ایټمې توانايۍ ادارې (ايي ای اي ای) څارنوالانو ته د خپل هیواد پوځي مرکزونو او تحقیقي لیبارټرو د کتنې اجازت ورکول پکار دي.

د وي او ای فارسي څانګې سره په دغه مرکه کې ښاغلي پامپیو د امریکا هغه غوښتنه هم به ښکاره تکرار کړې چې ایران دې د اسراېیل د تباه کولو او په سیمه کې د نورو ګاونډي هیوادونو لپاره د خطر جوړیدوه تند ګامونه پریږدي.

په خپلو خبرو کې د امریکا خارجه وزیر یو وارې بیا دغه خبره په ډاګه کړې چې امریکا په ایران کې حکومت نه بدلول غواړي او نه د ایران نه بهر ناستو ډلو دا وايي چې د دغه ګام مرسته دې وکړي.

په ایران کې د نیول شوي امریکايي وګړو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ماېک پامپیو ویلي ٫٫ هیله لرو چې د ایران مشران به په دې پوهیږي چې دغه ګام د دوي په ګټه دی، دغه یوه بشري ستونزه ده او ایران کې نیول شوي ټول امریکایان باېد خپلو خپلوانو سره زر اوویني.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG