لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا خارجه وزیر د افغان او طالب مرکچیانو سره په قطر کې لیدلي


د امریکا د باندینو چارو وزير مایک پمپیو د نومبر په 21 مه په دوحه قطر کې د افغانستان حکومتي چارواکو او طالب مرکچیانو سره لیدلي دي. هغه وویل امریکا به چې څنګه ممکن وي کمک کوي.

د خبریالانو تر مخه هغه د مرکچیانو سره په خبرو کې وویل چې د خبرو د کامیابو نتیحو په خاطر به د دواړو خواؤ وړاندیزونه اوري.

د خارجه وزارت ویاند کېل براؤن ويلي دي خارجه وزیر د تل پاتې سولې لپاره په یوه کوټلې تګ لاره جوړولو کې پرمختګ ته خوشبیني ښکاره کړه.

د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر ويلي دي دوي د طالب مشرانو په سفري بندیزونو، د پاتې طالب قیدیانو د خوشي کولو او د افغانانو خپل منځه مزاکراتو په موضوع خبرې کړي دي.

هغه په ټویټ کې ويلي دي چې په دې ملاقات کې د طالب مشر مرکچي هم ناست ؤ.

په دوحه کې د طالبانو ویاند ویلي دي چې په دې ملاقات کې د دوحه لوظنامې په رڼا کې د وړاندې تګ په ټکي ټینګار شوې.

بلې خوا ته د افغان حکومت مرکچیانو ویلي دي دوي د امریکا خارجه وزير ته وویل چې د 5000 طالب قیدیانو د خوشي کولو ورستو په افغانستان کې په تشدد کې تېزي راغلې چې د قبول وړ نه ده.

د افغانستان د امن د چارو وزیر سید سادات منصور وویل دوي ښاغلي پمپیو ته وریاد کړل په تشدد کې اضافه هم د دوحه لوظنامې سر غړونه ده. هغه وویل د افغانستان اولس ډز بندي غواړي.

د افغان مرکچي ډلې غړې فوزیه کوفي ويلي دوي د مایک پمپیو سره د بشري حقونو په اهمیت هم خبرې وکړلې.

د مرکچې ډلې یوې بلې غړې حبیبه سورابي وویل چې دوي تمه کوي امریکا به د افغانانو مرستې روانې وساتي.

د پمپیو د ملاقات نه یوه ورځ وړاندې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د اختلاف هغه نقطې حل شوي دي چې خبرې یې له خڼډ سره مخ کړې وې.

د ښاغلي پمپیو د دې ملاقات نه شاوخو یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان وویل چې په افغانستان کې خپل عسکر کموي او د 2021 کال د جنوري تر 15 مې به 2 زره عسکر د افغانستان نه وباسي. امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا 4500 عسکر لري.

پمپیو تېره ورځ د متحده عرب اماراتو د شهزاده محمد بن زید النهیان سره هم ولیدل. د خارجه وزارت تر مخه په دې ملاقات کې اسرایل سره د سفارتي اړیکو، په منځني ختیز کې د ایران د اثر د مخ نیوي او په یمن کې د سولې لپاره د سیاسي حل پیدا کولو په سر خبرې وشوې.

مایک پمپیو په دوحه کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد التاني سره لیده کاته کړي دي.

پمپیو به په لس ورځني سفر کې د منځني ختیز او اروپا د اووه هیوادونه په دوره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG