لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماېک پمپېو د طالبانو سره د صدر ټرمپ د خبرو ودرولو فیصله سمه بللې


ښاغلي ټرمپ د خالي یا شنبې په ماښام په دې اړه درې بېلا بېل ټویټونه کړي دي او ددې کار دلیل یې د سولې د خبرو په دې حساس پړاو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام یاد کړی.
ښاغلي ټرمپ د خالي یا شنبې په ماښام په دې اړه درې بېلا بېل ټویټونه کړي دي او ددې کار دلیل یې د سولې د خبرو په دې حساس پړاو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام یاد کړی.

د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپېو ویلي امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د طالبانو سره د سولې خبرو ودرولو فیصله ستاېلې او دغه یې یوه سمه فیصله بللې.

ماېک پمپېو د اتوار یا یکشنبې په ورځ امریکايي ټي وي چینلو سره د خبرو اترو په وخت منلي چې صدر ډانلډ ټرمپ دغه فیصله په افغانستان کې د طالبانو لخوا شوې بریدونو وروسته کړې ده.

ماېک پمپېو ویلي:٫٫ مونږ له به دا کتل وي چې ایا دوي (طالبان) د خپلو ژمنو عملي کولو جوګه دي.٬٬

نوموړي د امریکا سي اېن اېن ټي وي ته د اتوار په ورځ په خپله مرکه کې ویلي چې طالبانو له به د صدر ټرمپ سره د ملاقات یا لیدو کتو وړاندې په جنګ ځپلي افغانستان کې تشدد پریښودل وي. خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې ایا د امریکا او طالبانو خبرې اترې به بیا شورو شی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ (خالي/ شنبې) په ټوېټر لیکلي وو چې ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو مشران او افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته راشي او له ما سره په کمپ ډېوېډ (د مېرېلېنډ په پوځي هډې) کې وګوري خو ما دغه لیدنه کنسل کړه.

ښاغلي ټرمپ د خالي یا شنبې په ماښام په دې اړه درې بېلا بېل ټویټونه کړي دي او ددې کار دلیل یې د سولې د خبرو په دې حساس پړاو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام یاد کړی.

دغه ستر امریکايي ډپلومېټ زیاته کړې چې امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار په ورځ د واشنګټن سره نژدې په کېمپ ډېوډ کې د طالبانو او افغان ولسمشر اشرف غني سره جلا جلا د خبرو پلان لرلو چې په افغانستان کې د ۱۸ کالو راهسې روانه جګړه ختمه شي او د امریکايي مفادات خوندي وساتي.

د افغان سولې لپاره د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د تیر یو کال راهسې خبرې اترې روانې وې او د دغه خبرو لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ ویلي وو چې د هغه ډلې د خبرو اترو اخیرۍ لوظنامه تیاره کړې او که چرې دغه لوظنامه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ منظوره کړه نو د دغې وروسته به په افغانستان کې د پينځه پوځي اډو نه ۵۰۰۰ امریکايي عسکر د افغانستان نه په څلورنیمو میاشتو کې ووځي.

د امریکا د خارجه چارو سیکتر زیاته کړې چې اوس به ښاغلی خلیلزاد بیرته امریکا ته راستنیږي.

په افغانستان کې د امریکا د تاریخ دغه اوږد جنګ په کال ۲۰۰۱ کې ا لقاعده ترهګرې ډلې لخوا په امریکا کې د بریدونو وروسته د دغه ډلې د ختمولو لپاره پېل شوی. په دغه بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ خلک وژل شوي وو او روانه اونۍ به د دغه ترهګر بریدونو ۱۸ کاله پوره شي.

صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ په خپل یو ټوېټ کې لیکلي وو : "که دوی (طالبان) د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نشي کولای او حتی ۱۲ بې ګناه کسان وژني نو دوی د یوې معنی لرونکې تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به دوی جګړه کوي؟"

خود صدر ټرمپ د طالبانو سره په کېمپ ډیوډ کې دغه خبرو باندې په امریکا کې هم سختې نیوکې شوي.

د ریپبلکن ګوند د کانګرس غړي اېډم کینزنګر څوک چې د امریکا هوايي پوځ پاېلټ پاتې شوی او په عراق او افغانستان کې جنګیدلی تیره ورځ د صدر ټرمپ د ټوېټ وروسته په ټوېټر لیکلي ٫٫ د یوې ترهګرې ډلې مشران دې کله هم زمونږ ستر هیواد ته پرې نه ښودل شي په داسې حال چې دغه ډله د ستمبر ۱۱ بریدونه هم نه دي غندلي. کله هم نه.٬٬

خو د امریکا د خارجه چارو سکتر ماېک پمپېو بیا دامریکا فاکس نیوز ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالب مشران د ستمبر ۱۱ د بریدونو یو څو ورځې وړاندې لوظنامې له امریکا ته رابلل یو مناسب کار دی؟ نو نوموړي په ځواب کې ویلي ٫٫ په تیرو ډیرو کلونو کې کېمپ ډیوډ٫٫ ډیر بد کسان راغلي.٬٬ ماېک پمپېو زیاته کړې چې صدر ټرمپ دغه فیصله ځکه کړې چې هغه (صدر ټرمپ) غوښتل ٫٫ چې غواړم د صدر غني سره خبرې وکړم. ځه غواړم د طالبانو د مرکچیانو سره خبرې وکړم. ځه غواړم د دوي په سترګو کې وګورم. ځه دا غواړم چې مونږ څه ترلاس کول غواړو هغه ترلاسه کولی شو او که نه.٬٬

که څه هم صدر ټرمپ د طالبانو سره روانې خبرې اترې ودرولي خو ښاغلي ماېک پمپېو ویلي ٫٫ مونږ د خبرو نه داسې نه یو روان، ځکه دغه سم کار نه دی.٬٬

نوموړي ویلي: ٫٫ که چرې طالبانو سم ګامونه پورته نه کړل. دوي خپلې ژمنې پوره نه کړې کومې چې یې د څه وخت راهسې مونږ سره کړي دي. نو صدر به په دوي فشار کمول پرې نه ږدي. مونږ به د افغانستان امنیتي عسکرو مرستې جاري ساتو څوک چې په افغانستان کې د دوي سره جنګیږي.٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG