لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماېک پمپیو او ملا برادر په بین الافغاني مذاکراتو پیلولو خبرې کړي


راېټرز خبري اداره وايي د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپیو د ګل/ دوشنبې په ورځ د افغان طالبانو مشر ملا برادر اخوند سره په ویډیو کانفرنس د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې اترې کړي.

د راېټرز د خبر تر مخه په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په ټوېټر لیکلي په دغه خبرو اترو کې د هغه وسله والو طالبانو په اړه هم خبرې شوي چې افغان حکومت خوشي کړي او طالبانو یې غوښتنه کوله.

د امریکا خارجه وزارت وي او ای ته په دغه خبر د تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي ٫٫ دواړه ډلو د بین الافغاني خبرو اترو په شورو کیدو او د دغې وړاندې د پاتې بندي طالبانو په خوشي کیدو غږیدلي.٬٬

د امریکا د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر تر منځه دا خبرې په داسې وخت شوي چې افغان چارواکو ویلي په ننګرهار کې د داعش ډلې لخوا په یو زندان برید پاې ته رسیدلی او ټول برید کونکي یې وژلي.

د دغه برید په نتیجه کې په سلګونو بندیان د زندانه تښتیدلي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې په تښتیدلي بندیانو کې داسې بندیان وو چې طالبانو یې د ازادولو غوښتنه کوله.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځه د بین الافغاني مذاکراتو پېلیدو کې د بندي طالبانو خوشي کول لوې خنډ دی. بین الافغاني مذاکرت د مارچ په ۱۰مه نېټه ټاکل شوي وو.‌

د فرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او افغان طالبانو تر منځه شوې لوظنامه کې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلوترڅنګ د افغان حکومت نه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه شوې وه. د دغې په بدل کې به طالبانو د ۱۰۰۰ پورې حکومتي بندیان خوشي کول.

طالبانو خواوشا ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشي کړي دي او افغان حکومت د امریکايي فشار وروسته ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشي‌ کړي.

خو افغان صدر اشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشي کولو کې مقاومت ښودلی او دریځ لري دغه طالبان په خونړي بریدونو کې لاس لري چې پکې یو په کال ۲۰۱۷م کې د جرمني په سفارت برید او نور خونړي بریدونه شامل دي.‌

د دغه ۴۰۰ بندي طالبانو پرځاې صدر غني د ۵۰۰ نورو هغه طالب بندیانو د خوشي کولو ویلي، د چا نامې چې د طالبانو لخوا ورکړل شوي نوملړ کې نشته. افغان صدر اشرف غني د دغې لپاره د لوې جرګې د رابللو اعلان هم کړی چې په دغې اړه فیصله وکړي. تمه دغه دغه لویه جرګه د روانې میاشتې په اخیره کې راوبلل شي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG