لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوپ فرانسس په میانمار کې د مذهبي یوالي غوښتنه کړې ده


د میانمار سرښار نی پېټاؤ کې د سفارتکارانو او د مدني ټولنې کارکونکو غونډې ته وینا کې پوپ فرانسس وویل پکار نه ده چې د یو بل نه مختلف مذهبونه د تقسیم او د بې اعتمادۍ سرچینه وي. هغه وویل مذهبونه باید چې د اتحاد او د بخښنې سبب وي

د عیسايي ټولنې د کیتلک مسلک تر ټولو لوې مذهبي پوپ فرانسس د نهې، سه شنبې، په ورځ په میانمار کې د هیواد مشرې انگ سان سوچي سره لیدلي دي او په سرښار نی پېټاؤ کې خپله وینا کې یې په میانمار کې د مذهبي یوالي غوښتنه کړې ده. په خپل تقریر کې پوپ د روهینگا مسلمانانو نیغ په نیغه ذکر ونکړو.

په میانمار کې د روهنیگا موجوده صورتحال ته ملگرو ملتونو نسل کشي ویلي ده.

د میانمار سرښار نی پېټاؤ کې د سفارتکارانو او د مدني ټولنې کارکونکو غونډې ته وینا کې پوپ فرانسس وویل پکار نه ده چې د یو بل نه مختلف مذهبونه د تقسیم او د بې اعتمادۍ سرچینه وي. هغه وویل مذهبونه باید چې د اتحاد او د بخښنې سبب وي.

پوپ فرانسس وویل د میانما اینده په امن او یو داسې امن کې پروت دی چې د ټولنې هرغړی د هر قام خلکو او د بل مذهب دپاره احترام ولري.

هغه وویل د حمهوریت او د قانون د عملدارۍ هم احترام پکار دی دا "هر وگړی، هر نفر، هره ډله" په شریکه د اجتماعي خیگړې په هلوځلو کې خپل برخه ادا کړی شي.

د پوپ د تقریر په وخت د میانمار غیر پوځي مشره او د نوبیل امن انعام گټونکي انگ سان سوچي هم ناسته وه. د روهینگا مسلمانان خلاف تشدد په سر میرمن سوچي په نړي واله کچه د تنقید ښکار شوي ده.

د کیتلک مسلک عیسایانو سره د لیده کاته دپاره د پوپ د میانمار دوره وکړه خو زیاته توقع کیدله چې هغه به د روهینگا په مسله هم خبرې وکړي. ملگرو ملتونو، امریکا اوبرطانیي د روهینگا خلاف تشدد د نسل کشۍ په نوم یاد کړی دی.

د میانمار رخاین ریاست څخه شا او خوا ٦٠٠٠٠٠ مسلمانانو گاونډي هیواد بنگله دیش ته هجرت کړی دی.

په رخاین کې تشدد د اگست په میاشت کې پس له هغې شروع شو چې وسله والو په پولیس حملې وکړې او په ځواب کې د میانمار پوځ عملیات پیل کړل. پوځ وايي دغه عملیات د ترهگرور پرضد پیل شوي دي.

پوپ فرانسس په عامه توگه د کډوالو لپاره حق پورته کوي خو په میانمار کې ورته مقامي کیتلک مشرانو ویلي وو چې د موضوع د حساسیت په سبب دې د روهینگا لپاره خبره نه کوي.

د میانمار حکومت د روهینگا د نسل کشۍ خبرونه ردوي. میانمار روهینگا د هیواد شهریان نه گڼي او ورته وايي چې د بنگله دیش نه راغلي کډوال دي.

د انساني حقونو نړي والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل په دې خبره په پوپ تنقید کړی چې خپل تقریر کې یې د روهینگا نوم وانخېستلو.

XS
SM
MD
LG