لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ :د پاکستان حکومت کارکردگي ښۀ نۀ ده خو دملاتړ نه علاوه بله چاره نشته


واشنگټن پوسټ پخپله يوه اداريه کې وئيلي دي د پاکستان دمخ په زياتيدونکي سياسي بحران لپاره دصدر اصف علي زرداري او دهغه دپيپلز گوند حکومت ذمه وار گرځول اسان دي چې دهيواد معيشت سمبالولو کې ناکامه شوى دى.
واشنگټن پوسټ پخپله يوه اداريه کې وئيلي دي د پاکستان دمخ په زياتيدونکي سياسي بحران لپاره دصدر اصف علي زرداري او دهغه دپيپلز گوند حکومت ذمه وار گرځول اسان دي چې دهيواد معيشت سمبالولو کې ناکامه شوى دى.

د پاکستان په موجوده وضعيت د امريکا مشهورې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپله يوه اداريه کې وئيلي دي د پاکستان دمخ په زياتيدونکي سياسي بحران لپاره دصدر اصف علي زرداري او دهغه دپيپلز گوند حکومت ذمه وار گرځول اسان دي چې دهيواد معيشت سمبالولو کې ناکامه شوى دى.
ورځپاڼه دپنجاب دگورنر سليمان تاثير دوژنې په حوالې ورکولو سره ليکي د دغه پيښې څخه دا خبره باوري کيږي چې په پاکستان کې دجمهوري اعتدال خوښو او تندلارو ترمينځ خانه جنگي روانه ده.
ورځپاڼه ليکي دښاغلي تاثير په جنازه کې په زرگونو خلکو گډون وکړو، خو بل لوري ته دهيواد مولويانو د هغه دوژنې ستائينه وکړه او خبردارى يې ورکړو چې کوم کسان دهغه دمرگ ماتم کوي هغوي به هم اسلام دښمنه گرځول شي.
دورځپاڼې په وينا دا خبره يوه معني لري چې صدر زرداري او دهغه دگوند فعاله غړو ددغه وژنې څخه وروستو دشرعي قانون په حقله يو لفظ هم نۀ دى وئيلى او دامنيتي انديښنو له امله صدر زرداري دسلمان تاثير په جنازه کې گډون هم ونۀ کړو.
واشنگټن پوسټ ليکي چې پاکستانيان او دهغوي غيرملکي ائتلافيان په دغه وضعيت مايوسه دي خو دروانې اوونۍ دپيښو څخه دا حقيقت په ډاگه کيږي چې دهغوي لپاره ددې نه سيوا بله چاره نشته چې هغوي دښاغلي زرداري دحکومت ملاتړ وکړي او دغه حکومت مضبوط کړي.
چونکې داوباما انتظاميې له لوري ملاتړ روان دى او پاکستان داربونو ډالرو غيرپوځي او پوځي امداد ورکړل شوى دى.
ورځپاڼې دصدر زراري په حکومت ټينگار کړر دى چې هغه دې داقتصادي اصلاحاتو نافذولو سره دتندلارو تر استعمال لاندې سيمو کې پرمختيائي کارونه سيوا کړي او په پوځ دې ټينگار وکړي چې دطالبانو په ضد دې موثرې کارروايۍ وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG