لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین او قرغزستان په سرحدي سیمه کې زلزله کې درې کسان مړه شوي دي


په دې تصویر کې د زلزله ځپلو خلکو دپاره عارضي سرپناه ځایونه لیدل کېږي
په دې تصویر کې د زلزله ځپلو خلکو دپاره عارضي سرپناه ځایونه لیدل کېږي

د چین او قرغزستان شریکه سرحدي علاقه د نهې، سه شنبې، په ورځ اووه اشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله او له امله يې درې کسان مړه شوي او پينځه نور زخمیان شوي دي.

د چین د زلزلې د معلوماتو ادارې وویل په سېنکیانګ صوبه کې د زلزلې مرکزې د ځمکې د سطحې نه ۲۲ کلومېټره لاندې و.

د زلزلې د مرکز نه په ۲۰ کلومېټره لږ تر لږه ۲۰ کلي پراته دي. زلزله په ارومچي، کاشغر، کورلا او یو شمېر نورو سیمو کې محسوس شوه.

د سېنکیانګ د ویغور سیمې سوشل ميډیا اکاونټ وویل په زلزله ځپلي سیمه کې ۴۷ کورونه تباه شول او د ۱۲۰ نه زیاتې ودانیو ته نقصان رسېدلی دی.

د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، تر ۱۲۴۰۰ پورې کسان د زلزله ځپلې سیمو نه راوېستل شوي دي او په سیمه کې د زلزلې واړه جړقونه هم محسوس شوي دي.

زلزله د قزاقستان په مرکزي ښار الماتی کې هم محسوس شوه. په سوشل ميډیا شریک کړی شویو وډیوز کې لیدل کېږي چې خلک د ښار لارو کوڅو ته راوتلي دي.

زلزله په قرغزستان کې هم محسوس شوه. د نهې، سه شنبې، د ورځ د سهار راهسې په قرغزستان کې ګڼ شمېر د زلزلې جړکونه محسوس شوي دي. د وروستي جړګ شدت شپږ اشاریه اووه و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG