لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن ګوند شريک بيان: ملک به د سیاسي بې ثباتۍ څخه ژغورو


PPP PMLN Meeting
PPP PMLN Meeting

پاکستان کې د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو وروسته د نوي حکومت جوړولو دپاره د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند او پاکستان پيپلز ګوند مشرانو ليدلي او په ګډ بيان کې یې ويلي، د دواړو ګوندونو د مشرانو په سياسي مرسته باندې اصولي اتفاق شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهرعلي خان ويلي، په دوه ورځو کې به د مخصوصو څوکو د ترلاسه کولو او د پارليماني ګوند جوړولو دپاره په يو سياسي ګوند کې د شاملېدو فېصله وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند امېدوارانو په انتخاباتو کې په ازاد حيثيت برخه اخستې ځکه د ګوند څخه انتخابي نخښه اخستل شوې وه.د پاکستان الېکشن کمېشن د اتمې فرورۍ د قومي اسمبلۍ په 265 څوکو شوو انتخاباتو کې د 264څوکو غېر حتمي نتيجې اعلان کړي دي.

د نتيجو ترمخه، 101 څوکۍ ازادو امېدوارانو، 75 مسلم ليګ ن ګوند، 54 پاکستان پيپلز ګوند، 17متحده قومي مومنټ، څلور جمعيت علمااسلام، درې پاکستان مسلم ليګ، استحکام پاکستان او بلوچستان نيشنل ګوند دوه دوه دوه څوکۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، نيشنل پارټۍ بلوچستان عوامي پارټۍ، پاکستان مسلم ليګ ضياالحق او مجلس وحدت المسلمين يوه يوه څوکۍ ګټلې ده.

د پاکستان پيپلز ګوند په وېب پاڼه د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند شريکه اعلاميه خپره کړل شوې ده.

ويل شوي، د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف په لاهور کې بلاول هاوس ته ورغلی د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بټو زرداري سره یې ليدلي دي.

ویل شوی، په ليدنه کې دوی په سياسي مرسته اصولي اتفاق رای شوې، او د ملک په مجموعي حالاتو او راتلونکې سياسي مرسته یې تفصيلي خبرې شوي دي.

د اعلاميې ترمخه، د دواړو ګوندونو مشرانو په دې خبره هم اصولي اتفاق کړی چې ملک به د سياسي بې ثباتۍ څخه ژغورلی شي. د پيپلز ګوند مشرانو ویلي، د مسلم ليګ ن تجاويز به د مرکزي مجلس عامه د کمېټۍ په وړاندې ږدي.

پاکستان مسلم ليګ ن په اېکس يو بل پوسټ کې ويلي، د پاکستان مسلم ليګ ن او اېم کيو اېم ګوند د مشرانو هم په سياسي مرسته اتفاق شوی دی.ويل شوي د اېم کيو اېم ګوند مشرانو د لاهرو په رایونډ کې د اېم کيو اېم پاکستان د مشرانو سره ليدلي دي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند بېرسټر ګوهرعلي خان جيو ټي وي سره په خبرو کې دعوه کړې، د دوی سره د نتيجو ريکارډ موجود دی او 170 څوکۍ یې ترلاسه کړي دي، هغه ويلي په کومو چې اعتراض دی او که الېکشن کمېشن یې خبره نه اوري او دوی سره د حکومت جوړولو دپاره شمېرې نه پوره کيږي نو د چا سره د اتحاد کولو په ځای به په اپوزيشن کې کښېني.

په داسې حال کې چې په ملک کې انتخابات ترسره شوي، د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه غېر حتمي نتيجې هم خپرې شوي، په ملک کې ځای په ځای د بېلابيلو سياسي ګوندونو لخوا د احتجاجونو لړۍ هم دوام لري، دوی په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG