لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب او اسرایل ته د امریکې صدر جوبایډن سفر، امیدونه او توقعات څه دي؟


 صدر بایډن به د اسرایل اؤ فلسطیني سیاستدانانو سره ویني او توقع ده چې د اسرایل د دفاعي مزایل تنصیباتو سفر هم وکړي
صدر بایډن به د اسرایل اؤ فلسطیني سیاستدانانو سره ویني او توقع ده چې د اسرایل د دفاعي مزایل تنصیباتو سفر هم وکړي

منځني ختیځ ته د امريکې صدر جوبایډن د سفر نه وړاندې د قامي سلامتیا دپاره د هغه صلاکار جېک سولېون ويلي امريکې ته پکار ده چې په منځني ختیځ کې خپل روابط ډېر جور وساتي ځکه چې دا سیمه د نورې نړۍ سره ډېره نژدې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د منځني ختیځ د سفر په لومړي پړاو به صدر بایډن اسرایل ته او وروسته به سعودي عرب ته ورځي

اسرایل امید کوي چې د صدر بایډن سفر به د اسرایل او سعودی عرب ترمنځ د سفارتي تعلقاتو لاره هواره کړي.

صدر بایډن به د اسرایل اؤ فلسطیني سیاستدانانو سره ویني او طمع ده چې د اسرایل د دفاعي مزایل تنصیباتو سفر هم وکړي.

جېک سولېون د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاؤس کې د بریفنګ په موقع وویل، صدر به د منځني ختيځ دپاره د خپل سوچ یا ویژن په لړ کې مهمه بیان هم ورکړي. هغه زیاته کړه دغه سیمه د نورې نړۍ د ملکونو سره ډېره نزدې او تړلي ده او هم پدې سبب دهغه وینا وه چې که په موجوده وخت کې د یوه پرامنه او باثباته سیمې دپاره کار وکړې شي نو دا به په راتلونکې کې د امریکا قومي مفاداتو او د امریکا د خلکو دپاره ګټه ور وي.

صدر بایډن به په دی سفر کې د خلیجي ملکونو د همکارۍ یا جي سي سي په غونډه کې هم برخه اخلي. په دغه غوڼده کې د عرب ملکونو مشران راغونډېږي.

منځني ختیځ ته د صدر بایډن د سفر تر ټولو زیات مهمه خبره د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د هغه ملاقات ګنل کېږي.

صدر بایډن د سعودی عرب سخت ناقد پاتې شوی او تر دی حده يې ویلي چې پکار ده د انساني حقونو د سرغړونو په لړ کې دې سعودي عرب یوازې کړی شي.

د بایډن انتظامیې هغه استخباراتي رپورټ هم جاري کړی و چې پکې ویل شوي وو امکان دی چې سعودی شهزاده د خبریال جمال خاشقجي د قتل منظوري ورکړي وي. ځکه چې جمال خاشقجي د سعودي حکومت ناقد و او هم ددی پېښې نه پس د امریکا او سعودي عرب ترمنځ تعلقات د تاؤتریخوالي سره مخ شوي وو.

د قومي امنیت صلاحکار ترمخه ددی سفر مقصد دا دی چې د سعودي عرب سره امریکايي تعلقاتو ته بیا نه کتنه اوشي نه که خراب کړی شي. او دا هم چې د خالي چېک (بلېنک چېک) پالیسي ختمه کړی شي او احتساب وکړی شي.


یادونه: د دې خبر معلومات د وي ای او د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG