لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر بایډن افغانستان نه د امریکایانو او افغانانو د راوېستلو په موضوع وېنا کوي


د نېټو د یو چارواکي ویلي تر اوسه یې د کابل نه ۱۸۰۰۰ کسان را وېستلي دي. د چارواکي ترمخه په زرګونو نور کسان افغانستان نه د وتلو په غرض د کابل هوايي اډې ته د دننه کېدلو خواهش مند دي

د امریکې صدر جوبایډن به د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې افغانستان نه د امریکايي شهریانو او د دوی کورنیو، د مهاجرت خصوصي ویزو خواست کوونکو افغانانو اوکورنیو او د خطر سره مخامخ د نورو افغانانو افغانستان نه د وېستلو په اړه خبرې کوي.

د صدر بایډن د وېنا دپاره د واشنګټن په وخت د غرمې یوه بجې وخت ټاکل شوی دی.

صدر بایډن په داسې حال کې افغانستان نه د امریکایانو او د افغانانو د انخلا په موضوع خبرې کوي چې د امریکې د لسو ریاستونو ګورنرانو دویشت زره افغانانو ته په خپلو ریاستونو کې په عارضي توګه د ځای ورکولو وړاندیز کړی دی.

د ګل، دوشنبې، د ورځ پورې دوه زره افغانان ورجېنیا ریاست ته رارسېدلي دي او په راتلونکو څو هفتو کې په زرګونو نور افغانان ټېکسس او وېسکانسن ریاستونو ته رارسېدونکي دي.

د امدادي تنظیمونو د اندازې ترمخه قریبا اتیا زره افغانانو او د دوی کورنیو اېس ايي وي یا امریکې ته د مهاجرت خصوصي ویزو ته خواستونه کړي دي.

د امدادي ادارې انټرنېشنل رېسکیو کمیټۍ ترمخه په تېرو شلو کلونو کې درې لکه افغانانو په افغانستان کې د امریکایانو سره مرسته کړې ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر بایډن او نایب صدرې کماله هېرېس ته امنیتي مامورینو په افغانستان کې د ورستي صورتحال معلومات ورکړل.

د وایټ هاوس یو چارواکي وویل صدر بایډن او نایب صدرې ته مامورینو تازه استخباراتي معلومات، د امنیت او سفارتي هلو ځلو حال تېر کړو.

صدر بایډن ته د معلوماتو ورکولو دپاره په دغه غونډه کې افغانستان نه د امریکايي شهریانو، د ایس ايي وي ویزو خواست کوونکو او د خطر سره مخامخ نورو افغانانو د راویستلو او د کابل حامد کرزي هوايي اډې ته د رسولو په اړه هم خبرې وشوې.

صدر بایډن ته وویل شو چې په کابل د طالبانو د واک نه وروسته ورځو کې د امریکې د دفاع وزارت ۷۰۰۰ کسان د افغانستان نه راوېستلي دي.

د وایټ هاوس په غونډه کې په دې خبره هم غور وشوو چې د داعش ترڅنګ افغانستان نه د ترهګرۍ په ممکنه خطر دې هم نظر وساتل شي.

د امریکې ترڅنګ پاکستان او یو شمېر نورو مغربي ملکونو افغانستان نه د خپلو شهریان، افغانانو او د نورو خارجیانو د وېستلو کوښښونه شروع کړي دي.

د نېټو د یو چارواکي ویلي تر اوسه یې د کابل نه ۱۸۰۰۰ کسان را وېستلي دي. د چارواکي ترمخه په زرګونو نور کسان افغانستان نه د وتلو په غرض د کابل هوايي اډې ته د دننه کېدلو خواهش مند دي.

انډونېشیا، جرمني، ډنمارک او اسټرېلیا هم په تېرو څو ورځو کې خپل شهریان، افغانان او نور خارجي کارکوونکی د افغانستان نه وېستلي دي.

کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له قوله ویلي د جمعې په ورځ ۳۵۰ افغانان او غیرملکیان د پي ايي ای په پرواز د کابل نه اسلام اباد ته رسول شوي دي.

ملګرو ملتونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې ۱۰۰ غېرملکي کارکوونکي یې د افغانستان نه قزاقستان ته منتقل کړي دي.

تېره هفته کېنډې اعلان وکړو چې شل زره کډوالو ته به پناه ورکوي او د ملګرو ملتونو مشر اېټونیو ګوټېرېس په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغان کډوالو ته دې ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG