لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي ته د سعودي ولي عهد د سفر باوجود د دواړو ملکو ترمنځ شکونه موجود ګڼل کېږي


د وي او ای د رپورټ ترمخه ترک مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ترکي ته د سعودي ولي عهد تګ د اردوان او د محمد بن سلمان ترمنځ د کلونو د تاوتریخوالی وروسته نوی باب وبللو
د وي او ای د رپورټ ترمخه ترک مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ترکي ته د سعودي ولي عهد تګ د اردوان او د محمد بن سلمان ترمنځ د کلونو د تاوتریخوالی وروسته نوی باب وبللو

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان دا هفته د ترکي سفر وکړو او صدر رجب طیب اردوان یې د پوځي سلامۍ ترڅنګ تود هرکلی وکړو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ترک مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ ترکي ته د سعودي ولي عهد تګ د اردوان او د محمد بن سلمان ترمنځ د کلونو د تاوتریخوالی وروسته نوی باب وبللو.

اردوان په هغو نړیوالو مشران کې شامل و چې په کال 2018 کې په استنبول کې په سعودي کونسلخانه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې غندنه یې کوله.

د بلوجی اېسېټ مېنېجمنټ نومې ادارې ټمتي اېش وايي صدر اردوان په اقتصادي ضرورت په بنیاد په سفارتي ډول په شا تللی دی.

اېش وویل د اینده کال د جون په میاشت کې صدر اردوان د انتخاباتو سره مخامخ کېږي، د ترکي اقتصادي صورتحال خراب دی، د ترکي کرنسي لیرا غورځېږي او په ملک کې د زرمبادله ذخیره کمه شوي ده.

هغه زیاته کړه چې صدر اردوان دا وخت پېسو او په ترکي کې غیرملکي سرمایه کارۍ او د انتخاباتو نه وړاندې اقتصادي ثبات ته ضرورت لري.

ترکي ته د محمد بن سلمان د دورې په اړه سعودي عرب او ترکي په مشترکه بیان کې وویل د سعودي ولي عهد سفر د خلوص او ورورولۍ په ماحول کې ترسره شو خو په بیان کې ترکي سره د سعودي عرب د مالي ملاتړ په اړه څه اعلان نه و.

څېړوونکي وايي که څه هم د نورو سیمه اییزو ملکونو په شان صدر اردوان د محمد بن سلمان تود هرکلی وکړو خو د دواړو ترمنځ اعتماد اوس هم یوه مسله ده.

په لندن کې مېشته د اېنرجي کلب نومې ادارې څېړنکار محمت اوګوتجو وايي د سیمې نور ملکونه په ترکي دا تقنید کوي چې ترکي ځان د نورو ملکونو قوي ګڼي نو ځکه د ترکي او د نورو ملکونو ترمنځ شکوک او شبهات دي او دوی په یو بل اعتماد نه کوي.

خو د وي او ای رپورټ وايي د دفاع او د امنیت مسلې داسې دي چې د دواړو ملکونو ترمنځ اتفاق پېدا کوي. د رپورټو

ترمخه، ترکي د سفر په مهال محمد بن سلمان ترکي نه د پوځي ډول ډرون جهازونو د اخیستلو په اړه هم خبرې وکړې.
د وي او ای رپورټ وايي د اوکراین پوځ دغه ډرون په کامیابۍ د روسي ځواکونو په ضد استعمالوي.

څېړوونکي اوګوتجو وايي د ایران په اړه مشترکه تشویش هم د ترکي او د سعودي عرب د همکارۍ دپاره موقع برابرولی شي.
په داسې حال کې چې صدر ارودان په 2023 کې د بیا انتخاباتو سره مخامخ کېږي څېړوونکي د دې خبرې ډیر امکان نه ویني چې سعودي ولي عهد به اردوان په سیاسي ډول د مضبوطولو دپاره ترکي سره مالي مرسته وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات استنبول نه د وي او ای خبریال ډورین جونز د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG