لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني: ایا د پناه ځایونو پرته طالبان بریدونه کولی شي؟


واشنگټن ډي سي:

افغان صدر ( ولسمشر) اشرف غني پوښتلي ايا طالبان له ملاتړ او پناه ځایونو څخه پرته بريدونه کولی شي؟

افغان ولسمشر دغه پوښتنه نن د جمعې په ورځ د اذربایجان په پایه تخت باکو کې د اسیا د زړه د هیوادونو اووم کنفرانس غونډې ته په وینا کې کړې. نوموړي طالبان د نشه ‍يي توکو په قاچاق هم تورن کړي دي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراټیژي طالبانو او د هغو ملاتړو ته دا پیغام ورکوي چې هغوي جګړه نه شي ګټلی.

ولسمشر غني د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله وویل چې اوس دا ځواکونه د دفاعي حالت څخه وتلي او د وسله والو مخالفانو او نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر وړاند ې بریدونه کوي.

صدر غني وویل " په افغانستان کې د هرو پنځه عملیاتو څخه څلور یې افغان کوماندو ځواکونه په خپلواکه توګه ترسره کوي".

ولسمشر غني وویل د ځانګړو ځواکوونو شمیر دوه چنده او د افغان هوايي ځواک ظرفیت درې چنده لوړوي.

ولسمشر غني د خبرو اترو لار په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو یوازینی لار وګڼله.

د اسیا د زړه د هیوادونو د بهیر اومه غونډه چې افغانستان او اذربیجان یې په ګډه مشري کوي نن د اذربیجان د ولسمشر الهام علي ووف په وینا پرانیستل شوه.

د اذربیجان ولسمشر افغانستان سره خپلې اړیکې ډیرې ښيي وګڼلې اوافغان حکومت ته یې د افغان امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو په بهیر کې د خپل هیواد د مر ستې وړاندیز وکړ.

دا کفرانس چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د اذربیجان د بهرنیو چارو وزیر یې په ګډه مشري کوي په پام کې ده نن د یوې اعلامیې په خپریدو پای ته ورسیږي.

د اسیا د زره د کنفرانس چې د استنبول د بهیر په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په استنبول کې پيل شو او بیا وروسته دد غه کنفرانس نورې غونډې په کابل، قزاقستان، چین، پاکستان او هند کې جوړې شوي دي.

د دې کنفرانس هدف د افغانستان په مشرۍ د دغه هیواد د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو ترمنځ د یو لړ مسلو په هکله د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

د استنبول د بهیر ترڅنګ افغان حکومت د کابل پروسې په نوم د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو سره د یو لړ مشورتي ناستو لړۍ هم سږکال پیل کړې ده.

ټاکل شوې د کابل پروسې د کنفرانس دوهمه غونډه به د جنورې په میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

(د وي او ای اشنا په مننه)

XS
SM
MD
LG