لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر اشرف غني: افغانانو خپل مهم مسئولیت ترسره کړ


Afghanistan Elections

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په افغانستان کې د صدارتي ټاکنو ترسره کیدو وروسته په یوه وینا کې ویلی افغان ولس د انتخاباتو په پروسه کې په ګډون کولو سره خپل حق ادا کړی او د پروسې د بریالیتوب مسئولیت د انتخاباتو په کمیسیونو پورې اړه لري.

اشرف غني نن ماسخوتن ۸ بجې ملت ته په وینا کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په بشپړې بې طرفۍ سره خپلې چارې ترسره کړي.

نوموړی زیاته کړې که چرته د نن ورځې په انتخاباتي پروسه کې ناسم چلن او له قانون څخه د سرغړونې موارد ترسره شوي وي، ټولو کاندیدانو څخه د افغانستان د ولس توقع داده چې له قانوني لارو تخلفات تعقیب کړي او د شکایاتو کمیسیونونو لخوا ورته په وخت رسیدګي وشي، له اړوند ادارو څخه مو توقع داده چې ټول شکایتونه جدي ونیسي او درناوی ورته کړي.

ولسمشر وویل:٫٫ دافغانستان عظیم ولس په دې ملي پروسه کې په خپل پراخ حضورسره خپل مهم مسئولیت په ډیر شوق او میړانې ترسره کړل.اوس پاتې چارې او مسئولیت چې ددغې پروسې بریالیتوب دی انتخاباتي کمیسیونو پورې ارتباط لري له دې کمیسیونو غواړو چې په پوره امانت دارۍ اوبې طرفۍ سره عمل وکړي.٬٬

اشرف غني د ولسمشرۍ انتخاباتو د ورځې په پای کې ولس ته په خبرو کې یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي د افغانستان د خلکو غوښتنې ته چې هغه سوله پرمختګ دی درناوی وکړي.

نوموړی وايي له فرصت نه په استفادې یو ځل بیا په طالبانو غږ کوم چې د افغان ولس غوښتنو او ارزوګانو ته چې د یو مترقي او خودکفیله افغانستان درلودل دي درناوی ولري.

اشرف غني وايي له طالبانو څخه مې هیله داده چې جنګ بس کړي او سوله چې د ټول ملت غوښتنه ده د ملت دغې مقدسې غوښتنې ته سرټیټ کړي او زمونږ لخوا د سولې خبرو اترو دروازې پرانیستي دي. صدر اشرف غني ویلي له طالبانو هیله کوم چې له دغه تاریخي فرصت څخه استفاده وکړي ترڅو دا مظلوم ملت له دې زیات نور ونه خوږیږي.

نوموړي د افغانستان سیاسي مشرانو ته هم په خپله وینا کې پیغام درلود او وې ویل چې د جمهوریت د دوام او په هیواد کې د سیاسي ثبات د ساتلو لپاره دا مشران باید په زیات زغم سره له دې ارزښتونو ساتنه وکړي.

دا په داسې حال ده چې نن د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ انتخابات سهار۷ بجې پیل او د مازدیګر۵ بجویې دوام وکړ. په لکونو افغان وګړو، ځوانانو، سپینګیرو، ښځو، نجونو او درایې ورکولو په شرایطو برابرکسانو درایې ورکولو مرکزونو ته ورغلل اوخپلې رایې یې د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره د ولسمشر د انتخاب لپاره استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG