لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت راستنېدونکو کډوالو ته ځمکې ورکوي


افغان ولسمشر د افغانستان عدلیې وزارت ته لارښونه کړې چې راستنېدونکو افغان کډوالو ته دې د ځمکو د وېش په یوې قانوني تګلارې باندې کار پیل کړي.

افغان ولسمشر د افغانستان عدلیې وزارت ته لارښونه کړې چې راستنېدونکو افغان کډوالو ته دې د ځمکو د وېش په یوې قانوني تګلارې باندې کار پیل کړي.

ولسمشر اشرف غني د کډوالو په اړه د حکومتي چارواکو یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال په دې خبرې هم ټینګار وکړ چې راستنېدونکو کډوالو ته دې د سرپناه ترڅنګ د زده کړې او لومړنیو اړتیاو اسانتیاوې هم برابرې شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي، چې اشرف غني د حکومت اړوندو ادارو ته لارښونه وکړه چې له پاکستان څخه دې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره هر اړخیز چمتوالی ونیول شي.

ښاغلي غني وویل، د کډوالو د ستونزو حل یواځې د یوې کمېټې یا وزارت کار نه دی بلکه د دې لپاره دې ټولې اړونده ادارې په همغږۍ کار او همکاري وکړي

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوې نېټې یواځې یوه ورځ پاتې ده خو ددغې نېټې د بیا ځنډېدو په اړه لا تر اوسه د پاکستان د حکومت لخوا څه نه دي ویل شوي.

دا مهال په پاکستان کې کابو دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او ملګروملتونو تل په دې خبرې ټینګار کړی چې د هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدنه باید په خپله خوښه او رضاکارانه توګه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG