لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدرکرزى وائي پاکستان دسفر په مهال به طالب بنديانودخوشې کولوغوښتنه کوي


ارشد حسېن او فاروق فراق
افغان صدر حامد کرزى د خالی په ورځ ېو خبری کانفرنس ته وېلی هغه به دگل په ورځ دپاکستان سفر کوي اؤ دغلته به پاکستاني چارواکو سره دمهمو طالب بنديانو په خوشې کولو خبرې اترې کوي.
په پاکستان کې دافغانستان سفير عمرداودزى وائي هغه باوري دى چې دطالب بنديانو دخوشې کولو په اړه دافغان حکومت په غږ به دکرزي ددورې په موقع يو څه پرمختگ وشي.
همدغه شان دافغانستان دامنيتي شورا يو غړى محمد اسماعيل قسيم يار وائي هغوي به دطالبانو دتر ټولو لوړپوړي مشر عبدالغني برادر دخوشې کولو هڅه کوي.
يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې هغه وويل چې ”مونږ به دځينو هاغو طالب بنديانو چې دسياسي وجوهاتو په اساس پاکستاني زندانونو کې قيد دي دخوشې کولو هڅه کوؤ چې پکې ملا عبدالغني برادر هم شامل دى“
پاکستان تيرکال دخپلو زندانونو څخه ٢٦ افغان طالب بنديان خوشې کړي وؤ، چې پکې دطالبانو پخوانى دانصاف وزير نورالدين ترابي هم شامل ؤ اؤ دافغانستان دامنيتي شورا چارواکو دغه گام دافغان جگړې دختمولو په لوري يو مهم گام بللى ؤ.
څيړونکي وائي په داسې حال کې چې دافغانستان خپل پوځيان دامنيتي چارو واک په لاس کې لري ، راتلونکې کال افغانستان کې ټولټاکنې ترسره کيدونکي دي اؤ بهرني ځواکونه به وتل پيل کوي ،طالبانو سره دامن خبرو اترو پيل کولو په ترڅ کې يو تړون ته رسيدل دافغان حکومت په اوليتونو کې شامل دي.
خو دجون په مياشت کې چې په دوحه کې کله طالبانو خپل دفتر پرانستو ، نو دصدر کرزي حکومت دغه دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ خيژول شوي بيرغ انديښنې څرگندې کړې وې.
په افغان حکومت کې شامل چارواکي په پاکستان طالبانو ته دپيسو ورکولو، دهغوي دکنټرول کولو اؤ ورته دپناه ورکولو تورونه لگوي.
خو ديو بهرني خبري اژانس ترمخه دپاکستان دخارجه دفتر يو لوړپوړى چارواکى وائي چې اسلام اباد په افغانستان کې دناقرارۍ داودرولو لپاره دټولو گامونو ملاتړ کوي.
دغه چارواکى وائي” پاکستان دافغانستان دامن اؤ جوړجاړي دعمل اؤ ددوحې دخبرو ملاتړ کوي“
هغه وويل” دصدر کرزي ددورې په موقع به په د٢٠١٤څخه په وراخوا پيداکيدونکي ممکنه صورتحال اؤ سيمه ييز صورتحال خبرې کولى شي، افغانستان کې امنيت دپاکستان په گټه دى“
د افغانستان صدر پداسې وخت کښي د پاکستان دوره کوي چي د څه مودې راهڅې د دواړو ملکونو ترميځه تعلقات ؛ترينګلې شوې دي
دميا نواز شريف په مشرۍ دمسلم ليگ(ن) دحکومت دجوړيدو وروستو به دا لمړى ځل وي چې افغان صدر حامد کرزى به داسلام اباد دوره کوي.
XS
SM
MD
LG