لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صدر ټرمپ نوی امنیتي سلاکار جان بولټن په پاکستان افغانستان څه نظر لري؟


د امریکا د صدر لپاره د امنیتي چارو سلاکار په توګه د جان بولټن ټاکلو سره په امریکايي مطبوعاتو کې دا اټکلونه کیږي چې ښايي اوسني صدر ډانلډ ټرمپ نور هم د امریکې د ملتپالۍ (نېشنلزم) لور ته روان دی.

جان بولټن زیاته تجربه په ملي امنیتي او بهرنیو چارو کې لري، او دا به کتلی شي چې نومړی د پاکستان او افغانستان په اړه د صدر ټرمپ اعلان شوې تګلاره څنګه پرمخ بیایي.

د ملي امنیت لپاره د صدر د سلاکار د نومولو وروسته، جان بولټن تر اوسه د پاکستان او افغانستان په اړه ځه ویلي نه دي، خو د دوارو هیوادونو او هلته د امریکا د ګټو په هکله د هغه لیکنې او وېناوې ښايي چې نظر يې تند دی. او د صدر ټرمپ د اوسنۍ تګلارې بشپړ پلوي دی.

نوموړی په افغانستان کې د مذهبي تندلارو په شتون او د پاکستان په پوځ کې د تندروۍ د پلویانو په اړه د روان کال فرورۍ په میاشت کې وي- او- ای ته ویلي وو: ٫٫ که افغانستان د هرقسمه تندلارو په لاس کې ورځي، دغې سره به د پاکستان دننه تندلاري هم قوي کیږي. چرته چې د وړاندې نه د پوځ استخباراتي ادارې یوه برخه د تندروه سوچ لرونکو په لاسو کې ده او په نورو افسرانو یې د اثر خطر هم موجود دی. که چرې د پاکستان نیوکلیايي وسلې د دغه تندروه ډلو لاسو ته ورځي نو دا به د ایران اېټمي وسلو نه زیات خطرناک حالت وي.٬٬

هم تیر کال د مې په میاشت کې د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ښاغلي بولټن د پاکستان او امریکا په خرابیدونکي او د اسلام اباد او بېجنګ په زیاتیدونکي اړیکو هم خپل نظر شریک کړی وو او دغه يې د پاکستان لپاره د خطر ډک ګام بللي وو.

نوموړي ویلي وو: ٫٫ د چین په پاکستان کې زیاتیدونکې اثر د امریکا د پالېسۍ پرضد دی، او دغه کار د پاکستان لپاره هم د خطرې ډک دی چې پاکستان نور هم د چين پلو ته ورشي. پاکستان باېد دا خبره هیر نه کړي چې امریکا د پاکستان سره هیڅ پوله نه لري او چین د پاکستان سره په پوله پروت دی. نو د پاکستان حکومت باېد په دې پوهه شي چې بېجنګ ته ورنژدې کیدل د دغه هیواد (پاکستان) لپاره یو لوې خطر دی.٬٬

ښاغلی جان بولټن په دغه مرکه کې نور ویلي وو چې امریکا د پاکستان نه دا مرسته غواړي چې د پولې بلخوا د پاکستان دننه د طالبانو پرضد عملیات وکړي.

د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بولټن ویلي وو د امریکا نه د پاکستان د یواځې پرېښودو پخوانې ګېلې په خپل ځاې سمې دي خو دا ځلې به داسې نه کیږي ځکه افغانستان اوس د امریکا لپاره یواځې مهم نه دی. پاکستان خپله هم د افغانستان سره اوږده پوله او دغلته خپل مفادات لري.

د تیر اګست په میاشت کې د امریکا یو ځايي اخبار لپاره د افغانستان په حالاتو یوه مقاله کې د پاکستان په اړه نوموړي لیکلي ٫٫ په پاکستان د چین اغیز، په نوموړي هیواد کې د اېټمي وسلو شتون، د هندوستان سره دښمني او د افغانستان سره ستونزې دغه هیواد ډیر زهرجن کړی.٬٬

یواځې د افغانستان په اړه د جان بولټن نظر

د کال ۲۰۱۷م اګست په میاشت کې د یو امریکايي اخبار لپاره د افغانستان جګړې په اړه په یوه مقاله کې جان بولټن لیکلي: ٫٫ د افغانستان په جګړه کې د امریکا ګټې مهمې خو د لږ وخت وی. مونږ په افغانستان کې خپل احداف او تګلارې په سمه توګه وه نه ټاکل شوې او دغه جګړه ډیره وغځیده. دغه جګړه باېد ختمه شوي وې او مونږ د افغانستان نه راوتلي وی.٬٬

په خپله دغه مقاله کې هغه په افغانستان کې د ملت سازۍ د تګلارې پلوي نه کوي او دغه د صدر ټرمپ نظر هم دی. خو وايي په نورو امکاناتو زیات غور پکار دی او زیاتوي مثبتې او لوې پوځي ژمنې ورسره پکار دي.

د جان بولټن د نومولو سملاسي وروسته د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټاېمز د خپلې ادریې په سرخط کې لیکلی: ٫٫ او جان بولټن په رېښتیا خطرناک دی٬٬

دغه اداریه وايي د جان بولټن په حقله ښه خبره دا ده چې هغه څنګه فکر کوي نو هم هغه شان خبرې کوي. او بده خبره د هغه فکر(سوچ) دی.

د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا نوی اعلان شوی امریکايي سلاکار جان بولټن په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر هم پاتې دی.

XS
SM
MD
LG