لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: افغانستان کې د پاتې کیدو مصنوعي نېټې نه شو ښودلی


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کانګرس ګډو ایوانونو ته په خپله وینا کې ویلي په افغانستان کې د جګړې په اړه نورې مصنوعي نېټې یا تاریخونه نه شو ښودلی او زیاته کړې يې ده د زړه ورو افغانانو عسکرو سره د امریکايي عسکرو لپاره نوي پلانونه لرو.

د یوساعت او شلو دقیقو(۸۰ دقیقو/مېنټو) په دغه وینا کې د افغانستان جګړې د ذکر په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ په افغانستان کې زمونږ عسکرو لپاره مونږ نوي پلانونه لرو، امریکايي عسکر به په افغانستان کې د زړه ورو افغان عسکرو سره نور په مصنوعي وختونو کې نه اوسیږي. او په افغانستان کې به زمونږ دښمنان نور زمونږ د پلانونو نه، نه خبریږي.٬٬

امریکايي صدر ویلي ٫٫ هغه ترهګر چې عام اولس په بمونو الوځوي، هسپتالونه په نخښه کوي، دوي شیطانان دي. کله هم چې وخت راځي مونږ په دغو له ماتې ورکوو.٬٬صدر ټرمپ زیاته کړې مونږ له په دې خبره ځان پوهول پکار دي چې ترهګر یواځې مجرمان نه دي، دوي غیر قانونه جنګیالي او دښمنان دي. او کله چې هم دوي بهر اونیول شي، نو پکار ده په امریکا کې د نیول شوو ترهګرو په شان عمل ورسره وشي.

د القاعده او داعش پرضد مبارزه

په خپله دغه وینا کې امریکايي صدر ویلي ٫٫ تیر کال ما ژمنه کړې وه چې د خپلو ملګرو په مرسته به داعش د نړۍ ختموو.٬٬ صدر ټرمپ ویلي یو کال وروستو ځه په فخر سره دا خبره کوم چې په شام او عراق کې داعش ماتې خوړلې، او دغه هیوادونه اوس د دوي نه پاک دي. صدر ټرمپ زیاته کړې دغه جګړه به د داعش د ماتې پورې روانه وي. ٬٬

صدر ټرمپ په بهرني هیوادونو کې نیول شوي ترهګرو او بیا خلاصیدو اړخ ته په اشاره کې ویلي پخوا مونږ په ناپوهۍ سره په سلګونو داسې خطرناک ترهګر نیولي او بیرته مو پریښودي چې د داعش مشر البغدادي په شان جنګیالو سره بیا یو ځاې شي. صدر ټرمي ویلي ٫٫ نن زه خپله یوه بله ژمنه بیا تکراروم، ما یو صدراتي امر لاس لیک کړی چې په بهرني هیوادونو کې د امریکا پوځ بندي خانې خلاصې وساتي او د ګوانتونامې بندي خانه دې هم پرانستې وي.

صدر ټرمپ په خپله وینا کې په کانګرس غږ کړی چې دا خبره یقیني کړي چې د داعش او القاعده پرضد روانه جګړه کې مونږ سره هغه اختیار پکار وي چې دغه ترهګر مونږ چرته اونیسو، نو د ځان سره يې بندي ساتلی شو.

د یروشلم اعلان په اړه خبره

د کانګرس ګډې غونډې ته په وینا کې صدر ټرمپ ویلي ٫٫ تیره میاشت ما په اعلان کې یروشلم د اسراېل سرښار وټاکو، د دغه اعلان وروستو ګڼ شمیر هیوادونو د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د امریکا دغه فیصلې پرضد راې ورکړه.٬٬ صدر ټرمپ ویلي په دغه هیوادونو کې یو شمیر هیوادونه د امریکایانو د ټیکس پېسې د امداد په توګه ترلاسه کوي. ځکه نن زه د کانګرس نه غوښتنه کوم چې یو داسې قانون منظور کړي چې د امریکا نه بهر هیوادونو ته تلونکې پېسې د امریکا د مفاداتو لپار وکارول شي، او د امریکا ملګرو هیوادونو ته ورکړی شي. مونږ به په نړۍ کې خپله ملګرتیا قوي کوو او د خپلو مخالفینو په اړه به هم ځان پوهه کوو.

ایران او شمالي کوریا

د ایران په اړه د خبرو په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ کله چې په ایران کې اولس د خپلو حکمرانانو د بډو رشوتونو پرضد راپاسیدل، نو زه په دغې چپ پاتې نه شوم. امریکا د ایران د اولس سره د ازادۍ په دغه هڅو کې کلکه ولاړه ده. صدر ټرمپ په کانګرس غږ کړی چې د ایران سره شوي نیوکلیایي لوظنامې په کمزورو پام وکړي.

صدر ټرمپ په خپله وینا کې د شمالي کوریا نیوکلیايي میزاېلي پروګرام په اړه ویلي ٫٫ د شمالي کوریا دغه کوښښ زمونږ هیواد په خطر کې اچولی شي.٬٬ مونږ په شمالي کوریا فشار سېوا کړی او د دغه کار نه به يې ودروو.

د امریکا کورنۍ مسلې

د امریکا صدر په خپله وینا کې د انتخاباتو د وخت خپله هغه نعره یو وارې بیا تکرار کړې او زیاته کړې يې ده چې مونږ په په ګډه امریکا یو وارې بیا خوندي او قوي کوو.

صدر ټرمي ویلي ٫٫ مونږ غواړو هر یو امریکايي ماشوم په خپل کور کې محفوظ او خوندي وي. اوپه امریکا کې اوسیدونکی هر یو تن په خپله خاوره ویاړ وي.٬٬

ډانلډ ټرمپ وړاندې ویلي ٫٫ څنګه چې مې ۱۱ میاشتې وړاندې ژمنه کړې وه، مونږ تر ټولو لوې ټیکس کټوتي یا په مالیو کې اولس ته ګټه رسولې ده.د دغې سره د منځنې طبقې امریکایانو ته لویه مالي ګټه رسیدلې ده.٬٬

صدر ټرمپ په خپله وینا کې زیاته کړې امریکایان د خپل هیواد سره بې کچه مېنه لري نو امریکایان په بدل کې د داسې یو حکومتحق لري چې په بدل کې دوي له مینه او عزت ورکړي. صدر ویلي ٫٫ د تیر کال راپه دیخوا مونږ د حکومت او اولس تر مینځه د باور دغه رشته قوي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG