لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ډانلډ‌ ټرمپ کشر ورور رابرټ ټرمپ د ۷۱ کاله په عمر کې مړ شو 


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ کشر ورور چې خپله یو کاروباري تن وو د خالي/ شنبې په ورځ د ۷۱ کالو په عمر کې د نیویارک په یو هسپتال کې ساه ورکړې. د رابرټ ټرمپ د مرګ خبره امریکايي صدر په خپل یو بیان کې کړې.

صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د خپل ورور لیدو له د نیویارک هسپتال ته هم وروسته د هغې ورغلی وو کله چې واېټ‌ هاوس په یو بیان کې ویلي وو چې د صدر کشر ورور سخت ناروغه دی.

د امریکايي صدر لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي ٫٫ زه د درانه زړه سره دا خبره شریک کومه چې زما زړه ور ورور رابرټ ټرمپ تیره شپه ساه ورکړې.٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي ٫٫ هغه یواځې زما ورور نه وو، هغه زما یو ښه ملګری هم وو. هغه به مونږ همیش یادوو، خو مونږ به بیا سره وینو. د هغه یادونه به زما په زړه کې د تل لپاره وي. رابرټ ته په ما ډیر ګران یې، ستا روح دې په ارامه وي.٬٬

د ۷۴ کلن امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ کشر ورور هغه سره نژدې اړیکې لرلې او د تیر جون په میاشت کې یې د ټرمپ کورنۍ لخوا یې د خپلې وریرې مېري لخوا چاپ شوي کتاب پرضد عدالت ته خواست هم کړی وو. عدالت دغه خواست نه وو منلی. د جون په میاشت کې هم د رپورټونو تر مخه رابرټ ټرمپ په هسپتال کې د ناروغۍ له کبله داخل شوی وو.

ټرمپ: یواځینی هلک چې ما په ژوند کې ٫٫ګران – هني٬٬ بللی

ډانلډ‌ ټرمپ او رابرټ ټرمپ چې د اوږدې مودې کاروباریان وروڼه د یو بل نه ډیر جدا شخصیتونه لرل. صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې د خپل کشر ورور په اړه ویلي وو ٫٫ زما په مقابله کې ډیر خاموش او اسان سړی٬٬ او ٫٫ زما د ژوند یواځینی هلک چې ما هني ٫٫ ګران٬٬ بللی.٬٬

رابرټ ټرمپ په وال سټریټ کې خپل لومړی کار د کارپورېټ فاېننس په توګه شورو کړی وو او وروسته بیا په خپل کورني کاروبار کې اخته شو او د ټرمپ په اداره کې د مزکو او کورونو اخستو د برخې مشروو.

د ټرمپ کورنۍ ژوندلیک یا باېوګرافي لیکونکي او خبریالې ګوېنډا بلېر اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي ٫٫ کله چې رابرټ ټرمپ په ټرمپ اداره کې کار کوو نو هغه د ښه ټرمپ په توګه پیژندل کیدو.٬٬ او ٫٫ کله چې به چا ته څه لانجه جوړه وه نو د حل لپاره به رابرټ ته ورتلل.٬٬

رابرټ سټیورټ ټرمپ په کال ۱۹۴۸ کې ځیږیدلی وو او د فریډ ټرمپ پینځه بچو کې د ټولو کشر وو. رابرټ ټرمپ لس کاله وړاندې خپلې لومړۍ مېرمن بلېن ټرمپ طلاقه کړې او روان کال د مارچ په میاشت کې یې د خپلې پخوانۍ ملګرې مېري پالن سره دویم واده کړې وو.

د صدر ډانلډ ټرمپ مشر ورور او د مېري ټرمپ پلار فریډ ټرمپ جونیېر په کال ۱۹۸۱ کې د ۴۳ کالو په عمر کې مړشوی. د صدر ټرمپ دوه مشرانې خوېندې اېلېزبت ټرمپ او ماریېان ټرمپ ژوندۍ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG