د هېواد د صدرانو خدمات ستایلو دپاره امریکا د فېبرورۍ د میاشت څلورمه د ګل، دوشنبې، ورځ د پرېزیډېنټس ډي په توګه لمانځي. په دي ورځ د وفاقي حکومت رخصتي وي.
دا ورځ په فېبرورۍ کۍ ځکه لمانځل کیږي چې د امریکې دوه مشهور صدران (ولس مشران) جورج واشنګټن او اېبراهم لېنکن چې په سول وار یا خان جنګۍ کې یې مشري کړې وه په دې میاشت کې زېږېدلي وو.
د وفاقي حکومت د کارکوونکو ترڅنګ په دې ورځ د بېنکونو هم رخصت وي. د اوړي د موسم د رخصت د ورځو برعکس په پرېزيډېنټس ډي خلک پارکونو ته زیاتره بهر نه وځي او نه هم باربې کیو کوي خو په دې ورځ د موټرو کمپنۍ په قیمتونو کې رعایتونه ورکوي.
د پرېزيډېنټس ډی د لمانځلو شروعات د جورج واشنګټن د زېږدنې یا د پېدایش ورځ د لمانځل نه وشول چې د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه به لمانځل کېدله.
کانګرس په ۱۹۶۸ کې دا ورځ په قومي کچه د رخصت یا د فېډرل هالیډي په توګه وټاکله او د ګل، دوشنبې، ورځ یې ورته ځکه مقرر کړه چې د وفاقي حکومت کارکونکي د خالي، شنبې، او د اتوار، يکشنبې، ترڅنګ درې ورځې رخصت ولري.
چونکه د فېبرورۍ په ۱۲ نېټه د اېبراهم لېنکن د زېږېدنې ورځ ده نو د ځینې خلکو رای وه چې د دواړو صدرانو ورځې ته دې په مجموعي توګه د پېرېزيېډېنټس ډی نوم ورکړی شي خو د کانګرس ځینو غړو دې سره اتفاق نه و او په رسمي توګه دې ورځ ته واشنګټنز برت ډی یا د واشنګټن د زېږېدنې ورځ وېل کیږي خو عام امریکایان دا ورځ د پرېزيډېنټيس ورځ یادوي.
د امریکې موجوده صدر جوبایډن د جنورۍ په شمله نېټه د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړی دی او د ملک ۴۶ م صدر دی.
جوبایډن ۱۵ صدر دی چې وړاندې یې د نایب صدر په حېث خدمات ترسره کړي دي. هم دا ډول بایډن ۲۵ صدر دی چې مخکې د سېنټ یا د کانګرس د اېوان بالا غړی و. هغه په دغه چوکۍ ۳۶ کاله پاتې شوی دی.
جوبایډن د ۷۸ کلونو په عمر کې وایټ هاوس ته رسېدلی دی چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو زیات عمر صدر دی. د هغه پېش رو ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۷ کې د ۷۰ کلونو په عمر کې صدارت ترلاسه کړی و.
د امریکې د تاریخ کم عمر ترین صدر تیوډور روزوېلټ و چې د ۴۲ کلونو په عمر کې د صدارت چوکۍ ته رسېدلی و. د هغې پس جان اېف کېنېډي و چې د ۴۳ کلونو په عمر کې وایټ هاوس ته رسېدلی و.