لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل پر وزیراعظم له جګړې وروسته د غزې د پلان وړاندې کولو لپاره فشارونه په زیاتېدو دي


د اسرایل پر وزیراعظم بنیامین نتیاهو باندې په غزه کې د حماس ډلې خلاف له روانې جګړې وروسته حالاتو په اړه د پلان وړاندې کولو لپاره کورني او نړیوال فشارونه‌ په زیاتېدو دي.

نتنیاهو په وار وار ویلي چې د حماس له ختمولو پرته تر جګړې وروسته حالاتو په اړه پلان جوړول امکان نه لري، خو د هغه د دفاع وزیر یوو ګېلنټ روانه اوونۍ له دې کبله پر نتیاهو نیوکه کړې چې تر جګړې وروسته د غزې د انتظام په اړه کوم پلان نه لري.

یوو ګېلنټ د چارشنبې- شورو په ورځ په یو بیان کې ويلی وو، دی د اسرایلي پوځ یا ملکي حکومت له خوا د غزې د انتظام سمبالولو مخالف دی او د جګړې له پیلېدو وروسته تل د کابینې په غونډو کې دا معامله را برسېره کوي، خو تر اوسه ورته څه جواب نه دی ورکړل شوی.

د وزیراعظم نتنیاهو او د دفاع د وزیر ګېلنټ تر منځ د غزې د جګړې په اړه له اختلافاتو او د خلکو تر نیوکو وروسته نتنیاهو د پنجشنبې- زیارت په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د خبرو لپاره د خپل دفاع وزیر د ور بللو اراده لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن هم د ګېلنټ خبرو ته ورته د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، اسرایل تر اوسه لا "خپل پوځي عملیات" له سیاسي پلان سره نه دي نښلولي چې څوک به د جګړې له ختمېدو وروسته د فلسطین پر خاوره واکمني کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د چارشنبې- شورو په ورځ په خپل یو پیغام کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې اسرایل د غزې د راتلونکي لپاره "ښکاره او کلک پلان" ته اړتیا لري چې تر ګډوډۍ پېښېدو مخکې د واک د خلا مخه ونیسي.

د اسرایل دفاع وزیر ګېلنټ له جګړې وروسته پر غزې پټۍ د اسرایل هر ډول حکومت کول رد کړي او وایي دا سیمه باید "فلسطیني ادارې" د نړیوال ملاتړ په مرسته وچلوي او دا هغه دریځ دی چې د بایډن انتظامیه یې هم ملاتړ کوي.

په انټرنېشنل کرایسیز ګروپ یا د بحران په نړیواله ډله کې د اسرایل او فلسطین د چارو مشره څېړونکې میراو زونسزین وایي، د اسرایل د دفاع د وزیر بیان له جګړې د ستړیو اسرایلي وګړو په ګډون د اوسنیو او مخکینيو اسرایلي چارواکو د پرېشانۍ استازیتوب کوي:

"د ګېلنټ بیان نه خو حیرانوونکی دی او نه دا نوې خبره ده، خو وایي د دې په نظر په حکومت کې د شاملو ځینو خلکو لپاره دا معامله عروج ته رسېدلې ده، ځکه چې د یرغمل کسانو د خوشي کېدو او ډزبندۍ تړون ځنډېدلی دی دا په دې چې تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې جګړه به تر څه وخته روانه وي".

اسرایلي حکومت د حماس او د دې ډلې مشران په بشپړه توګه ختمول غواړي خو د حماس مشر اسماعیل هنیه د چارشنبې- شورو په ورځ اعلان کړی چې تر جګړې وروسته د خپل تنظیم د ختمولو هر ډول وړاندیز ردوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG