لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ماشوم د ژوند بیعه 15 زره روپۍ


وږې خییټه او تش جیب یوه داسی مسله ده چې په اوسني پاکستان کې د نورو صوبو په نسبت د پښتنو په سیمه کې تر ټولو زیاته ده
وږې خییټه او تش جیب یوه داسی مسله ده چې په اوسني پاکستان کې د نورو صوبو په نسبت د پښتنو په سیمه کې تر ټولو زیاته ده
د خیبر پښتونخوا پیښور ښار کې تیره اونۍ نیول شوی 13کلن خودکش یا ځانمرګي برید کونکي خالد خان عدالت ته وئيلي وؤ خودکش جیکټ یې د 15 زره روپو لپاره اچولې وو.
خالد خان وئيلي هغه ته وئيل شوي وو په جیکټ کې چرس پراته دي او د پیښور اییرپورټ پوری د رسولو خبره ورته شوې وه.
که څه هم عدالت د خالد خان په اړه حتمي فیصله نه ده کړې خو په عدالت کې دغه بیان یو شمیر اندیښنې راپارولې دي.
لومړۍ اندیخنه د پښتون ماشوم د ویني ارزانه بیعه ده.
په خیبر پښتونخوا او نورو ځایونو کې اکثره د ځان مرګي برید کونکو په اړه رپورټونه وایي چې حمله کونکي د شپارسو یا اتلسو کالو نه د کم عمر ماشومان دي.
دا ماشومان اکثره یا خود تندلارو د نفرت نه ډکي پروپیګنډي د اثر لاندی خودکش حملو لپاره د تندلارو په پټو کیمپونو کې روزل کیږي او یا بیا د خالد خان په شان د خپل تقدیر نه نا خبره مرګي جیکټونه په یوه یا بله پلمه په اچولو مجبوره کیږي.
که د نورو خود کش حمله کونکو د وینی بیعه که څه هم معلومه نه ده خو د خالد خان قیصه ښايي د خودکش حمله کونکو ژوند د ابو په بیعه دې.
دویمه اندیخنه په ټولنه کې اول د مور او پلار ، بیا د استاذانو او په دریمه د ټولني بې حسي ښايي.
د امو دریاب نه تر اباسینه پوري که هره ورځ نه وی نو په دویمه یا دریمه ورځ یو ځایی یا بل ځایی د پښتنو په سیمه کې خودکش حملي او بمی چاودنې کیږي. او هر ځل دا وییل کیږي چې حمله کونکې تنکې ځوان وو. او پوښتنه دا راپورته کیږي چې آیا پښتون مور او پلار، سکول یا جماعت او ټولنه ویخه شوی؟ چې په چم ګاونډ کې په تنکې ځوانانو پام اوکړي او د خامار د خلي نه یې اوساتی.
د پیښوریو وکیل نور عالم خان چې د داسې ماشومانو لپاره اواز پورته کوي وايی د داسې ماشومانو اصلاح پکار ده او هغه کسانو ته رسیدل پکار دي چې دا ماشومان د خپلو مقصدونو لپاره کاروي.
دریمه اندیخنه د پښتنو غربت یا بې وزلي ده.
وږې خییټه او تش جیب یوه داسی مسله ده چې په اوسني پاکستان کې د نورو صوبو په نسبت د پښتنو په سیمه کې تر ټولو زیاته ده. د ترهګرۍ له امله تعلیمی هلې ځلې شنډې شوې، سکولونه تباه شوي، کارخانی په ټپه ولاړې دي، اود ډیری یری له وجې مالداري او اقتصادی بازار د پښتنو نه نورو سیمو ته تللې دې.
څیړنکار ډاکټر خادم حسین ډیوه ریډیو ته وایي هم دغه وجه ده چې د ټولنی بې وزله وګړي ډیر په آسانه د تندلارو لخوا د ورکړې شوو لالچونو ښکار جوړیږي.
د خالد خان په شان تنکو ماشومانو د تندلارۍ یا ترهګرۍ تود تنور ته د غورځیدو یوه بله وجه تعلیمي نصاب او مذهبی نفرت دې. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ډیوه ریډیو ته وايي په تیرو څو لسیزو کې په تعلیمي نصاب کې د تشدد نه ډک مواد دومره سوا شوې چې د ماشومانو او تنکې ځوانانو ترهګرۍ په لار تګ يې آسان کړې.
د خالد خان قیصه د هر مور او پلار، د سکول استاذ، د جماعت امام او پخپله ټولو پښتنو ته دا خبره په ګوته کوي چې د یو صلح ایزی ټولنې لپاره دوه سترګې څلور کړي او د خپل چم مالت او د کلي ماشومان د بې لاری کیدو نه د ساتلو لپاره ځانونه ویښ کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG