لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم ناصرالملک: د پخوانۍ فاټا سیمو ولس ته دې د تحفظ احساس ورکړی شي


موقتي وزیراعظم ناصرالملک د جون په وړمبۍ نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړی دی. په دې تصویر کې پخوانی وزیراعظم شاهدخاقان عباسي هم لیدل کیږي
موقتي وزیراعظم ناصرالملک د جون په وړمبۍ نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کړی دی. په دې تصویر کې پخوانی وزیراعظم شاهدخاقان عباسي هم لیدل کیږي

د پاکستان موقتي وزیراعظم ناصرالملک چارواکو ته امر کړی دی چې د پخوانۍ فاټا سیمو د اصلاحاتو عمل دې په بېړنۍ توگه سر ته ورسول شي چې دا رنگ د سیمې ولس د تحفظ احساس ترلاسه کړی شي.

وزیراعظم ناصرالملک د گل، دوشنبې، په ورځ د فاټا د اصلاحاتو په لړ کې د لوړ رتبه مامورینو د یوې غونډې مشري وکړه.

د وزیراعظم د دفتر نه د شائع شوي یو بیان ترمخه غونډې ته د خېبرپښتونخوا چیف سېکرېټري محمد اعظم خان په پخوانۍ قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو د عملي کیدو او په دې کې د شوي پرمختگ په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. د دې ترڅنگ په غونډه کې په هغه انتظامي، قانوني او مالي مسلو هم خبرې وشوي چې په بېړنۍ توگه د پام وړ دی.

د بیان ترمخه غونډې ته وویل شو چې د فاټا پخوانۍ اېجنسۍ اوس د خېبر پښتونخوا ضلعې دي او د پولېټیکل ایجنټ او د اسسټنټ پولېټیکل اېجنټ چوکۍ د ډپټي کمشنر او د اسسټنټ کمشنر په چوکو بدلې کړې شوي دي.

غونډې ته وویل شو چې پخوانۍ قبایلي سیمو کې د اېجنسي ډپوېلپمنټ فنډ نومې ټېکس ختم کړی شوی دی نو ځکه د اېجنسۍ د پرمختگ په نوم دغه مالیه به اوس نه اخیستل کیږي او په دغه سیمو کې نور ټېکسونه او د راهدارۍ اخیستل ختم کړی شوي دي.

د وزیراعظم په مشرۍ کې غونډې ته وویل شو چې د فاټا په نوم پخوا یادیدونکو دغه سیمو ته د پولیس، عدليي، د تفتیش او د جیل نظام غځولو دپاره پلان تیار کړی شوی دی.

د سوات سره تعلق لرونکي موقتي وزیراعظم ناصرالملک غونډې ته وویل فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملول یوه تاریخي فېصله وه او په نتیجه کې به یې د سیمې د ولس په ژوند مثبت اثرات وشي.

په فاټا کې د اصلاحاتو عمل تندولو دپاره یو کمیټي جوړه کړی شوه چې په دې لړ کې موجود خنډان به لري کوي او دا خبره به یقیني کوي چې دغه عمل په اسانه توگه سر ته ورسول شي.

غونډې ته د ایف بي ار، فېډرل بورډ اف رېیوینیو یا د محصولاتو محکمې، چارواکو فاټا ته د ورکړی شوو مالي مراعاتو ذکر هم وکړو.

تېر شوي حکومت د قبایلي سیمو د ولس دپاره د یو شمیر مالي مراعات اعلان کړي و چې پکې په ټېکس یا مالیه کې رعایتونه هم شامل وو.

د جون د میاشت په وړمبۍ نېټه وفاقي حکومت اعلان وکړو چې د اینده پنځو کلونو دپاره به د قبایلي سمیو اوسیدونکي په کاروبار کې په منافع ټېکس نه ورکوي، د کورونو د استعمال په بجلۍ کې به ورته ټېکس کې نرمې وي او د راتلونکو پنځو کلونو دپاره به ورته په خپلو سیمو کې د نان کسټم پېډ موټرو د استعمال اجازت وي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو دپاره د وفاقي حکومت د کمیټۍ مشر سرتاج عزیز دا خبره منلې ده چې په قبایلي سیمو کې د انگریزانو د وخت راهسې ترقي نه ده شوي.

د تیرې یوې لسیزې نه د زیات وخت راهېسې قبایلي سیمې د جنگ د مېدان په څېر وې. په سیمه کې وسلوالو مرکزونه لرل او د پاکستان امنیتي ځواکونو به ېی پرضد د حملو خبره کوله. په سیمه کې د بې امنۍ دلاسه څېړونکي وايي د سیمې ټولنیز ژوند متاثر شوی دی، په قبایلي مشرانو خونړۍ حملې شوي دي، په لکونو خلک بې کوره شوي، په سکولونو او جوماتونو حملې شوي دي او د ژوند بنیادي اسانتیاوې د نشت برابر دي.

د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د مرستې په سر امریکې پاکستان ته د اربونو ډالرو امداد ورکړی دی خو څېړونکې پوښتنه کوي چې ددغه پېسو مصرف په قبایلي سیمو کې ولې نه لیدل کیږي؟

تیره هفته د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د فاټا اصلاحاتي کمیټۍ مشر سرتاج غزيز وویل "کله نه چې پاکستان جوړ شوی دی دې خلقو (د فاټاخلقو) ته بنیادي حقونو نه وو ورکړې شوي، دترقۍ عمل د انگریز د زمانې نه په ځای ولاړ وو، زمونږ اولنې هدف دا وو چې یو ځل فاټا په مرکزي ليکه کې راوستل شي"

سرتاج عزیز وویل د اینده لسو کلونو دپاره به د فاټا د ترقۍ دپاره سیمې ته هرکال ١٠٠ ارب روپۍ ورکړی کیږي چې د سیمې د ترقۍ رفتار گډندی شي.

د فاټا ولس ته د مالي مراعاتو فېصله د پخواني وزیراعظم شاهدخاقان عباسي په مشرۍ کې د جون په وړمبۍ نېټه د اقتصادي رابطه کمیټۍ په غونډه کې شوې وه. د غونډې ورسته په یو بیان کې وویل شو چې د فاټا خلک به د اینده پنځو کلونو پورې په سیمه کې خپلو موجوده کاروبارونو په منافع یا گټه انکم ټیکس یا د امدن ټېکس نه ورکوي. دغه کاروبارونه باید د سپټمبر د میاشت د ٣٠ مې نېټې پورې د ایف بي ار یا د فېډرل بورډ اف رېیوینیو سره رجسټر شي یا نوم لېکنه وکړي.

بیان کې وویل شوي په فاټا کې عامو صارفینو ته د ریاعت ورکولو په خاطر به پرچون دوکانونو سیلز ټیکس یا د خرڅون ټېکس نه ورکوي، د کورونو د استعمال په بجلۍ به هم سیلز ټېکس نه وي.

د راتلونکو پنځو کلونو پورې به په فاټا او پاټا یا د صوبايي حکومت د انتظام د لاندې قبایلي سیمو کې نان کسټم پېډ گاډو یا هغه موټرې ټې ټېکسونه پرې نه وي ادا شوي ته د استعمال اجازت وي. خو دغه گاډي به د پاکستان بندوبستي علاقو ته به نشي بوتللږی. د کال ٢٠٢٣ د جون د ماشت د دېرشمې نېټې ورسته به په دغه موټرو د ډیوټۍ او ټېکس د ادائیگۍ ورسته د عام استعمال اجازت وي.

د وفاقي حکومت د اقتصادي رابطه کمیټۍ د اجازت ورسته په قبایلي سیمو کې د کارخانې په لگولو به هم انکم ټېکس نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG