لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعظم عمران خان د کابېنې غړي وايي حکومت ته د جهانګیرترین د فارورډ بلاک نه خطر نیشته


په قامي اسمبلۍ کې د جهانګیر ترین د ډلې مشر راجه ریاض ېو شمیر مطبوعاتو ته ویلي د پنجاب حکومت د دوی پرضد که چېرې انتقامي اقدامات بند نه کړي نو بیا تحریک انصاف به نه پنجاب کې حکومت کولی شي نه به د بجټ منظورولو جوګه شي
په قامي اسمبلۍ کې د جهانګیر ترین د ډلې مشر راجه ریاض ېو شمیر مطبوعاتو ته ویلي د پنجاب حکومت د دوی پرضد که چېرې انتقامي اقدامات بند نه کړي نو بیا تحریک انصاف به نه پنجاب کې حکومت کولی شي نه به د بجټ منظورولو جوګه شي

د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند ېو مهم مشر جهانګیر ترین په قامي اسمبلې اؤ پنجاب اسمبلۍ کې د حکومت نه جدا ډلې یا فارورډ بلاک جوړولو په خبرونو ېو شمېر حکومتي وزیرانو ویلي داسې ډلې هر حکومت کې جوړیږي خو د جهانګیر ترین د ډلې نه موجوده حکومت ته هیڅ خطر نشته.

په قامي اسمبلې کښې د جهانګیر ترین ډلې مشر راجه ریاض وایې پنجاب صوبه کې د دوی د مرستو بغیر نه حکومت بجټ منظورولی شي اؤ نه د تحریک انصاف حکومت چلیدلی شي.

جهانګیر ترین چې سیاست سره سره د ېو شمیر کاروبارونو مالک هم دی، په قامي اسمبلې اؤ پنجاب اسمبلۍ کې د فاروډ بلاک جوړولو خبرونه رد کړي خو ناقدین وایې د حکومت پرضد د جهانګیر ترین د ډلې جوړولو مقصد په موجوده حکومت فشار زیاتول دي ځکه چې دې حکومت جورښت د پاره جهانګیر ترین حڅې خو ډیړې کړې دي خو ورستیو کښې د چینوسکنډل کې یې د نامې راتللو اؤ په د پېسو د مبینه غیرقانوني انتقال په سر د هغه په ضد د اېف ايی ای د تحقیقاتو له وجې جهانګیر چې ېو وخت کې د وزیراعظم عمران خان تر ټولو نیزدې ملګرې و خو اوس د موجوده حکومت نه خفا ښکاره کېږي..

په قامي اسمبلۍ کې د جهانګیر ترین د ډلې مشر راجه ریاض ېو شمیر مطبوعاتو ته ویلي د پنجاب حکومت د دوی پرضد که چېرې انتقامي اقدامات بند نه کړي نو بیا تحریک انصاف به نه پنجاب کې حکومت کولی شي نه به د بجټ منظورولو جوګه شي.

ېو شمیر حکومتي وزیران خوش بینه دي چې جهانګیر ترین به ېو ځل بیا پاکستان تحریک انصاف حکومت سره ولاړ وي

د کورینو چارو وزیر شېخ رشید وایې دغه شان ډلې په هر یو حکومت کې جوړيږي خو موجوده حکومت د پاره جهانګیر ترین ډله به څه خطر نه وي.

بل مرکزي وزیر اسد عمر هم وایې وزیراعظم عمران خان نه بغیر تحریک انصاف هیڅ معنې نه لري اؤ په عمران خان د ګوند ټولو غړو اعتماد موجود دی.

د جهانکیر ترین لخوا د حکومت پرضد د نوې ډلې جوړولو خبرونو نه پس د وزیراعظم صلاحکار سېنټر علي ظفر د جهانګیر ترین پرضد د اېف اي اې کاروایو پحقله خپل تحقیقات هم مکمل کړي دي اؤ‌زر به دا وزیراعظم عمران خان ته وړاندې کوي.

لوې حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ پنجاب صوبې مشر رانا ثنا الله وایې تحریک انصاف حکومت جوړولو کې د جهانګیر ترین کردار ډیر مهم و ځکه چې پنجاب کې زیاتې څوکۍ مسلم لیګ ګټلې وې خو جهانګیر ترین د رقم په زور د دوی د ګوند ډیر غړو ووټونه آخیستې وو اؤ له وجې یې پنجاب کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شوې وو.

رانا ثنا الله وايي که چېرې حکومت پرضد جهانګیر ترین ددوي سره رابطه وکړه نو مثبت ځواب به ورکوي خو جهانګیر ترین سره ددوي ملګرتیه به ېواځې د پنجاب وزیراعلې لرې کولو د پاره نه بلکه موجوده پاکستان تحریک انصاف حکومت ختمولو اؤ نوې انتخاباتو د پاره به وي.

خبریل علي اکبر وایي د جهانګیر ترین د تحریک انصاف نه لارې جدا کولو تاوان به پاکستان تحریک انصاف حکومت ته به رسي ځکه چې وړاندې نه موجوده حکومت پرضد د مخالفو ګوندونو ایتلاف ېا پاکستان جمهوري غورځنګ موجود دې، به وقتي توګه دا ایتلاف غلې خو دې خو اوس هم پاکستان تحریک انصاف د پاره خطر په شکل موجود دې.

علي اکبر منني جهانګیر ترین په حکومت فشار زیاتولو مقصد د دوی پرضد جوړ شوې مقدمې ختمول دي.

جهانګیر ترین ډله دعوه کوي پنجاب اسمبلې کې شپږ دیریشت غړي لري اؤ قامي اسمبلې کې یې هم څلور غړي موجود دي.

کال ۲۰۱۸ انتخاباتو نه پس په قامي اسمبلې اؤ پنجاب صوباي اسمبلې کې د ډیر کم ووټونو په فرق پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ کړی و

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG