لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعظم زوی د پاناما لیکس تحقیقاتي ډلې ته حاضر شوی دی


پاناما پیپرز کې د وزيراعظم نوازشريف د بچو د غیرملکي جايدادونو په اړه سترې محکمې ته خواستونه شوي او د اپرېل په ۲۰م بيا سترې محکمې فیصله اورولې وه
پاناما پیپرز کې د وزيراعظم نوازشريف د بچو د غیرملکي جايدادونو په اړه سترې محکمې ته خواستونه شوي او د اپرېل په ۲۰م بيا سترې محکمې فیصله اورولې وه

د وزيراعظم نوازشريف زوی حسین نواز د اتوار، يکشنبې، په ورځ د پاناما کیس په اړوند جوړ ګډ پلټنيز ټيم په وړاندې حاضر شوی دی.

ګډ پلټنيز ټیم د وزيراعظم د کورنۍ بهر ملکونو کې د جایداد تحقيقات کوي.

حسین نواز د يو نيم ساعت پورې د پلټنيز ټيم سره خبرې کړي او د رسنيو سره د خبرو کولو بغیر بيرته تلی دی.

اسلام اباد کې د ټيم په وړاندې د حاضرېدو نه مخکې رسنیو سره په خبرو کې حسین نواز وويل هغه ته د ټيم لخوا د وړاندې نه کومې پوښتنې نه دې ليږل شوي او د حاضرېدو دپاره ورته يواځې ۲۴ ساعته وخت ورکړی شوی ؤ.

هغه وويل په کومو انګیرنو باندې خبره نه کوی، د خپل وکيل سره د ټيم په وړاندې حاضريږي که چرته "وکيل يې ترې منع کړی شو نو په بهر راتلو به حال اووايي".

د پاناما کیس اورېدنې په فیصله کې سترې محکمې د يو ګډ تحقيقاتي ټيم امر کړی ؤ چې په ۶۰ ورځو کې به په دغه اړوند تفصیلي راپور عدالت ته وړاندې کړي.

پاناما پیپرز کې د وزيراعظم نوازشريف د بچو د غیرملکي جايدادونو په اړه سترې محکمې ته خواستونه شوي او د اپرېل په ۲۰م بيا سترې محکمې فیصله اورولې وه.

حسین نواز په پلټنيز ټیم کې شامل په دوه غړو باندې د تحفظاتو څرګندونه کړې او په دغه اړه يې سترې محکمې ته خواست کړی د کوم اورېدنه به چې د ګل په ورځ کيږي.

په ګډ پلټنيز ټيم کې د مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف، بي، ائي، قامي احستاب ادارې (نیب)، اسټیټ بینک، سيکيورټي اېکسچنج کمیشن، پوځ د دوه استخباراتي ادارو (ائي اېس ائي او اېم ائي) يو یو غړی شامل دي.

حسین نواز د سټیټ بینک او سيکيورټي اېکسچینج کمیشن په چارواکو تحفظات څرګند کړي چې په ټيم کې شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG