لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزاده سلمان: په سعودي کې اسلام بیرته اصلې بڼې ته ګرځول غواړو


د سعودي عربستان ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان وايي، د اسلام د پیغمر په وخت کې د موسیقۍ تیاټرې، د ښځو او سړو یوځای ناسته پاسته او په عربو کې د عیسویانو او یهودیانو لپاره درناوی موجود وو.

شهزاده محمد بن سلمان دا خبره د امریکا یو معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز سره په یوې ځانګړې اوږده مرکه کې کړېده.

شهزاده سلمان د ورځپاڼې نامتو خبریال ټامس فریډمن ته وايي: ٫٫ داسې مه لیکه چې مونږ اسلام بیا له سره تشریح کوو بلکه مونږ اسلام بیرته اصل ته ورګرځوو او زمونږ سره تر ټولو لوی مثالونه په سعودي عربستان کې د ۱۹۷۹ نه مخکې د پیغمبر د ژوند کولو لارې چارې دي.٬٬

شهزاده سلمان خبریال ته وړاندې ویلي: ٫٫ په مدینه کې د سوداګریزو چارو لومړۍ قاضي یوه ښځه وه نو که پیغمر دا هر څه قبول کړي ایا معنی یې دا شوه چې پیغمر مسلمان نه و؟٬٬

خبریال فریډمن په خپل راپور کې لیکي، د ولی عهد شهزاده سلمان سره د خبرو پر وخت یو وزیر خپل سل فون راوه ویسته او د ۱۹۵۰ کال د سعودي عربستان عکسونه او ویډیوګانې یې وښودلې چې پکې ښځې پکې سرتوره او لنډې جامې (سکرټونه) یې اچولې وې او له سړو سره ګرځېدلې.

د نیویارک ټایمز خبریال وايي، د روانې میاشتې په سر کې د ولیعهد شهزاده سلمان سره د مرکې لپاره سعودي عربستان ته ورغلی و او له نوموړي سره یې د شپې تر پاو باندې یوې بجې پورې نږدې څلور ساعته خبرې اترې کړیدي.

سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د نیویارک ټایمز خبریال د ځینو ښځو او سړو سره هم په سعودي کې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړیدي.

د شهزاده سلمان د اصلاحاتو په حقله ورته یوې ۲۸ کلنې سعودۍ ښځې ویلي، شهزاده ٫٫د اصلاحاتو د عملي کولو لپاره٬٬ بیله ژبه کاروي. هغه وايي، چې مونږ توندلاریتوب له منځه وړو.

دا ښځه وايي، ٫٫ شهزاده خپل مطلب په ښکاره توګه بیانوي او دا هغه شی دی چې ماته دا باور راکوي چې بدلون ریښتینی دی.٬٬

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې وايي، شهزاده سلمان، د وکیل په توګه روزل شوی او غواړي په سعودي کې اسلام بیرته خپل اصل ته وګرځوي. نوموړي، د مذهبي پولیسو دبدبه کمه کړېده د چا له ویرې چې به ښځو بشپړ ستر کاوه.

بله داچې شهزاده سلمان د لومړي ځل لپاره په سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه او د سخت دریځو سره یې د مفکورې جګړه پیل کړېده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG