ګوګل د ارټېفېشل انټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت په داسې سافت وېیر تیارولو کار کوي چې دلارې به يې خبرونه لیکل کېدی شي خو ماهرین وايي د خبرونو لیکلو دا طریقه په غیر ارادي توګه د غلطو خبرونو او پراپېګنډې د خپرولو خطر هم لري.
د امریکې نیویارک ټایمز اخبار تېره هفته په یو رپورټ کې وویل چې ګوګل جېنسېس نومې د نوي سافټ وېیر ازماینه کوي چې د مصنوعي ذهانت په زریعه خبرونه لیکي.
نیویارک ټایمز وویل که جېنسېس ته د څه واقعې په باره کې معلومات او تفصیل ورکړی شي نو د دې په بنیاد یو خبري مضمون تیار کړي.
د رپورټ ترمخه، ګوګل دغه سافټ وېیر نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټريټ جرنل نه وړاندې کړی دی.
د چېټ جي بي ټي د شروع کېدو نه پس دا بحث شروع شوی چې مصنوعي ذهانت تر کوم حد پورې د خبرونو په شمول په عام ژوند کې ځای لرلی شي.
مصنوعي ذهانت په تحقیق او د سکرېپنګ نومې طریقې طریقې دلارې معلوماتو په جمع کولو او د سرچینو په کره کتنه کې د خبریالانو مرسته کولی شي.
خو په صحافت کې د جېنسېس او د مصنوعي ذهانت د نورو طریقو استعمال د پراپېګنډې د خپرېدو خطر هم لري.
د کېنېډې په ټورانټو ښار کې د سېټيزن لېب نومې ادارې جان سکاټ وايي که د مصنوعي ذهانت دلارې تیار شوي خبري مضمونونه په احتیاط و نه کتل شي نو په غیر ارادي توګه غلط یا ګمراه کن خبرونه خپرېدلی شي.
د نیویارک یونېورسټۍ د سټرن سېنټر فار بېزنس اېنډ هیومن رایټس پال اېم بېرېټ دې خبرې سره اتفاق کوي چې مصنوعي ذهانت د غلطو خبرونه د خپرولو عمل ګړندی کولی شي او په انټرنېټ د ګمراه کونکی موادو شریکېدل زیاتېدلی شي.
د ګوګل ترجمان (نې) وي او ای ته په ايمېل بیان کې وویل د خبرونو نشر کونکو ادارو، په خصوصي توګه وړو ادارو، سره په داسې ابتدايي خیالاتو کار کوي چې د مصنوعي ذهانت دلارې په ممکنه توګه صحافیانو سره د هغوی په کار کې مرسته وکړي.
ګوګل وویل د دې مقصد د نوي ټېکنالوجۍ دلارې د خبریالانو کار کې ژورتیا او د خبریالانو پېداواري صلاحیت زیاتول دي.
ګوګل دا وضاحت هم وکړو چې د مجوزه سافټ وېیر مقصد دا نه دی چې د خپرونو په رپورټ کولو کې، د خبرونو په لیکلو کې او د خبري مضمون دپاره د سرچينو په کره کتنه کې د خبریال ځای ختم کړی شي.
د مصنوعي ذهانت په استعمال کې په خبري ادارو د اعتماد خبره هم ده.
دا مهال په امریکا کې خبري ادارې د باور د مسلې سره مخامخ دي.
ګېلېپ او نایټ فاونډېشن د فېبرورۍ په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل چې نیمايي امریکایان ګڼي چې په قومي کچه د هېواد خبري ادارې د خپلو رپورټونو په زریعه یا خو غلط او یا ګمران کونکي خبرونه ورکوي.
سکاټ رېلټن چې مخکې يې د ګوګل سره خدمات ترسره کړي دي، وايي په دې خبره حېرانه دی چې د باور مسله حل کولو دپاره خبري ادارې یو داسې طریقه استعمالولو غواړي چې د وړاندې نه پې د اعتبار کچه کمه ده.
ډېجېټل ماهرین د هغه خطراتو په اړه هم خبرداری کوي چې د ای ايي دلارې تیار شوي مضمونونه امنیت ته راولاړولی شي او هغه سرچينې چې د نوم نه څرګندولو په شرط معلومات شریکوي که نومونه يې ظاهرېږي نو په ضد یې انتقامي ګامونه اخیستل کېدی شي.
سکاټ رېلټن وايي ای ايي د نورو صنعتونو په شمول په خبري صنعت کې هم ځای لري خو په دې لړ کې د تادۍ نه کار نه دي اخیستل پکار.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال لېیام سکاټ د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum