لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښورسکول ته په رسېدو د عمران خان په ضد احتجاج شوی


APS Peshawawar Protest
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

APS Peshawawar Protest

د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښورکې په سکول شوي ترهگريز بريد کې د وژل شوؤ ماشومانو مئيندو پلارانو هغه وخت د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د قافلې مخې ته احتجاجې مظاهره وکړو او د هغه په ضد يې نعرې ووهلي ، کله چې عمران خان سره د قافلې ارمي پبلک سکول ته ورسېدو .

د خېبرپښتونخوا صوبې د واکمنه گوند پي ټي ائي د مشر عمران خان ارمي پبلک سکول ته په رسېدو په گڼ شمېر کې راجمع شوؤ کسانو او د هغو ماشومانو مور پلار چې بچې يي په دغې سکول کې وژل شوي وو ، د گو عمران گو نعرې وهلې ، او د هغه سکول ته پرېښودو مخه يي نيوله .

په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو مئيندو پلارانو او د هغويي لخوا جوړ شوي يو تنظيم غړو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې وې ، د پي ټي ائي د صوبايي حکومت په ضد يي نعرې وهلې ، او دغو کسانو ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، عمران خان د خپل واده نه نه ؤ وزگار او يوه مياشت وروستو په مونږ پسې راغلو .

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د دسمبر په ۱۶م نېټه د طالبانو په حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان وژل شوي وي .

د سکول مخې ته احتجاج کوؤنکو کې انجينئر رضا عابد بنگش وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، زمونږ د حکومت نه يواځې دغه غوښتنه ده ، چې په سکول باندې بريد کې ککړ عناصر په ډاگه کړي ، د هغويي په ضد دې کاروايي وکړی شي او د صوبې نه دې خارجيان بهر کړی شي .

په سکول کې د وژل شوي اسنفد چې د لسم جومات طالب علم ؤ ، پلار اجون خان اېډوکيټ ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ د سکول مخې ته په پُرامنه توگه احتجاجي ناسته کوله ، او عمران خان ته مو خپل احتجاج ريکارډ کول غوښتل چې د پوځ سرلښکر درې ځله د سکول په دوره راغلی ، ته او ستا صوبايي حکومت تراوسه چرته ؤ .

هغه ووئيل ، مونږ عمران خان ته خپل احتجاج ريکارډ کول غوښتل ، او پوليسو مونږ د هغه مخې ته پرې نه ښودو او په مونږ يي گوزارونه وکړل . اجون په صوبايي حکومت نيوکې وکړې او زياته کړه يو لور ته زمونږ بچې وژل شوي او بل لور ته صوبايي حکومت تراوسه پورې په سکول د بريد کوؤنکو نوم نه دی اخيستی ، او نه يي مونږ ته څه وئيلي دي .

د عمران خان سره د هغه نوې مېرمن ، د صوبې وزيراعلي پروېز خټک ، سپيکر اسد قېصر د تعليم وزير او د هغه د پارټۍ نور مشران هم په دغې قافله کې شريک ؤ ، د ارمي پبلک سکول دوره يي کوله .

په ځايي ټي وي چينلو ښودل کيږي ، د سکول مخې ته قهرجن مظاهره چيان د گو عمران گو ، گو پروېز خټک گو نعرې وهي ، او وايي عمران د واده نه نه ؤ ، په مونږ پسې به وس نه راتلو .

د مظاهره چيانو وينا وه چې د عمران خان په وړاندې د احتجاج په مهال د صوبايي حکومت چارواکو دويي ته بدې ردې وئيلي ، او په پوليس باندې يي دويي ته ديکې ورکړي ، او په زور يي شاته کړي دي .

مظاهره چيانو ووئيل دويي نه يواځې عمران خان بلکې نوازشريف به هم سکول ته نه پرېږدي ، ځکه چې دويې يې د ماشومانو د وژنې په پېښه هم سياست کوي .

خو د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزير مشتاق غني وروستو ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، دويي مظاهره چيانو ته بدې ردې نه دي وئيلي . د هغه په وينا د احتجاج په مهال گډوډی جوړؤنکو تعلق د څو سياسي ډلو سره دی او د هغويي خپله ايجنډا ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG