لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سپین کې په سلګونو خلکو د پولیسو پرضد احتجانونه کړي


د سپین په بارسلونا ښار کې په سلګونو خلکو په کاټالونیا سېمه کې د رېفرنډم په ورځ د پولیسو لخوا شوي عملیاتو پرضد احتجاجونه کړي.

په احتجاج کونکو کې لویه شمیره د زده کونکو یا طالب علمانو وه او په بارسلونه کې د پولیسو د مرکز یا هیډ کوارټر بهر د جمهوریت او بشري ازادۍ لپاره چغې وهلې او ګنړو پکې د کاټالونیا د ازادې بېرغونه هم پورته کړي وو.

دغه شان احتجاجونه د کاټالان په نورو ښارونو کې هم شوي دي.

په سپېن کې دغه تشدد د اتوار په ورځ د پولیسو لخوا د رېفرنډم مخه نیولو وروستو شورو شوی. په کاټالونیا کې چارواکي وايي د پولیسو لخوا دغه تشدد کې تر ۹۰۰ پورې کسان ژوبل شوي دي.

د اتوار په ورځ پولیسو هڅه کوله چې د کاټالونیا ځايي خلک د رېفرنډم لپاره د راېې مرکزونو نه اودروي. دغه رېفرنډم د سپین د لوې عدالت لخوا غیر اېيني ګرځول شوی وو.

د سپېن د کورنو چارو وزیر د ګل په ورځ ویلي د اتوار په ورځ په دغه انښتو کې ۴۳۰ د قامي پولیس غړي هم ژوبل شوي دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یا اېمنسټي انټرنېشنل ویلي د سپېن پولیسو په دغه ورځ بې ځایه زور کارولی دی.

تیره ورځ د اروپايي اتحاد مشرانو د سپین په حکومت غږ کړی د کاټالونیا د چارواکو سره دې خبرواترو ته کښېني. د اروپايي اتحاد ویاند ویلی که څه هم دغه رېفرنډم ٫٫ غیر قانونه٬٬ دی خو زیاتوي ٫٫ په سیاست کې تشدد کله هم د الې په توګه نه دي کارول پکار.٬٬

د ۲۸ اروپايي هیوادونو کمیشن په ټوېټر په خپل یو پیغام کې ویلي ٫٫ دا وخت د اتفاق او قوي کیدو دی، د بې اتفاقې او ورانکارۍ نه.٬٬ د اروپايي ټولنې مشر ډونلډ ټسک د ګل په ورځ د سپین په وزیراعظم غږ کړی ٫٫ د نور تاو تریخوالي او زور زیاتي نه دې ډډه وکړي.٬٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG