لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لېبیا ، بحرین او یمن کې د مظاهرو لړۍ


لېبیا ، بحرین او یمن کې د مظاهرو لړۍ
لېبیا ، بحرین او یمن کې د مظاهرو لړۍ

د تیونس او مصر د اولسی انقلاب وروسته اوس د عربی نړۍ په بحرین ، یمن او لېبیا کې هم د دغه هېوادنو اولس د خپلو حکومتونو او مشرانو پرضد مظاهرې کوي. د بحرین پایه تخت مناما کې په زرگونو خلکو د حکومت پرضد احتجاجونه کړي. خبري رپوټونه وایي نزدې دوه زره فعالینو د مناما په پرل چوک کې احتجاجونه کړي او هلته یې یو کېمپ هم لگولی وؤ. په پرل چوک کې موجود مظاهره چیان وایي دوي به د خپلو مقصدونو ترلاسه کیدو پورې احتجاج جاري ساتي. د حکومت پرضد مظاهرچیان د بحرین اقلیتي سني شاهی خاندان د واکمنۍ ختمولو غوښتنه کوي.
د یمن په صنا ښار کې په سلگونو یمنی پولیسو په هغه طالب علمانو چې د تېرو شپږو ورځو نه د حکومت پرضد مظاهرې کوي تشدد کړې دی. دغه طالب علمانو په ځواب کې په پولیسو د کاڼو گذارنو کړي دي. د پولېسو او د طالب علمانو ترمېنځ په دغه نښتو کې لږ تر لږه څلور کسان هغه مهال ژوبل شوي دي کله چې مظاهرهچیانو د ښار سټي سنټر د تگ هڅه کوله. د یمن پولیسو د طالب علمانو منتشر کولو لپاره په هوا کې ډزې وکړې خو نښتې نورې هم تندې شوی. یمني طالب علمان د هېواد صدر علی عبدالله صالح د واک نه لرې کولو لپاره د مظاهرو لړۍ پېل کړې ده. د یمن مخالفو ډلو د مصر انقلاب نه چې په نتېجه کې یې حسني مبارک د صدرات نه استعفا ورکړه اثر اخستې او د تېر شوي جمعې ورځې نه عبدالله صالح پرضد مظاهرې کوي. خو د یمن صدر عبدالله صالح ملاتړي هره ورځ د مظاهره چیانو سره په نښتو کې بوخت کېږي چې په بدل کې یې تشدد رامخې ته کېږي. د خپل مخالفینو د نیوکو وروسته علي عبدالله صالح اعلان کړې چې کال 2013م کې د خپل صدرات موجوده موده ختمیدو وروسته به بیا صدراتي ټاکنو کې برخه نه اخلي. ښاغلې صالح د کال 1978م نه د صدرات په څوکۍ ناست دی. بلخوا د لبیا دویم غټ ښار بن غازي نه هم د مظاهرو خبرونه ترلاسه شوي دي. د خبرونو ترمخه په سلگونو مظاهره چیانو د حکومتي مشرانو پرضد نعری وهلی او د پولیسو سره په نښتو کې بوخت وؤ. عېني شاهدان وایي مظاهره چیانو په بن غازي کې د پوځي ودانی وړاندی د نیول شوی وکیل د خوشی کولو غوښتنه کوله. دغه وکیل د حکومت پرضد خبرونه خپرولو په تور کې نیول شوې دی. په لبیا کې هم مظاهره چیانو د مصر او تیونس د کامیاب مظاهرو نه اثر اخستې . تیونس او مصر کې د مظاهرو وروسته د دغه دواړو هېوادنو مشران واک په پرېښودو مجبور شول. د لبیا مشر معمر قذافي د 1969 رهسې په واک کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG