لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فردوس عاشق : صوبو ته د اختياراتو ورکړې سره به د محرومۍ احساس ختم شي


فردوس عاشق : صوبو ته د اختياراتو ورکړې سره به د محرومۍ احساس ختم شي
فردوس عاشق : صوبو ته د اختياراتو ورکړې سره به د محرومۍ احساس ختم شي

د پاکستان داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزيرې دجولا ئي لمړۍ نيټه يوه تاريخي ورځ گرځولې او وئيلي يې دي چې پاکستان پيپلز پارټۍ داختياراتو دتفويض لپاره صوبو ته دخپلواکۍ په ورکولو سره خپله ژمنه پوره کړې ده.
دلاهور پريس کلب کې "Meet the press" پروگرام ته پخپله وينا کې هغې وويل چې داتلسم ائيني ترميم سره دپي پي پي حکومت د1973ء ائين پخل اصلي شکل کې بحال کړى دى.
هغې ټولو سياسي گوندنو او جمهوري قوتونو ته د1973ء دائين په بحالۍ کې په کردار لوبو مبارکي ورکړه او وې وئيل چې دصدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني صوبو ته په خپلواکۍ ورکولو سره دبې نظير بهټو ژمنه پوره کړې ده.
اعوان وويل چې داختياراتو په ورکړې سره به دصوبو ترمينځ دمحرومۍ احساس ختم او داولس ستونزې هوارې شي.
هغې وويل چې داين ايف سي ايوارډ لاندې دپي پي پي حکومت دوړاندې څخه صوبو ته اختيارات ورکړي دي.
ډاکټر فردوس وويل پي پي پي دهيواد دصوبو مضبوطولو پخپله ژمنه قائم دى او په ټولو سياسي گوندونو يې غږ وکړو چې په دغه معامله حکومت سره مرسته پراخه کړي.
هغې وويل چې دنرخونو داضافې، بې روزگارۍ، کمزورو قوانينو او تندلاريتوب په شان دمختلفو چيلنجونو په هواري کې به داختياراتو تفويض مدد وکړل شي.
دسياسي اداکارانو په حوالې ورکولو سره هغې وويل دوي دې په ملي ادارو دبې جوازه تنقيد څخه ځان وساتي او دخلکو دگټې لپاره يې خپل توانونه صرف کړي.
هغې وويل چې داتلسم ترميم متعارف کيدو سره ملي ادارې مضبوطې شوي او دصوبائي حکومتونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په مقامي کچه دې داولسي ستونزو هواري لپاره قرارداد باوري کړي.
هغې وويل چې پي پي پي تل د محاذارايۍ مخالفت کړى او دجوړجاړي په سياسيت باور ري.
ايم کيو ايم سره داتحاد په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل چې په سياست کې هيڅ څيز ته غوڅ شکل نۀ دى ورکړل شوى او حکومت غواړي چې داختلافونو حل کولو لپاره ايم کيو ايم سره کښيني.
هغې وويل چې هيواد ته دصدر اصف علي زرداري دراستنيدو څخه وروستو به ايم کيو ايم سره ټولې معاملې په صلاح مشورې سره هوارې کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG