لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او اسلام اباد نن د پي اېس اېل فاېنل کې یو بل ته مخامخ کیږي


PSL-Zalmi-United-Press-Talk-2
PSL-Zalmi-United-Press-Talk-2

د پاکستان سپر لیګ دریم ټورنامنټ فاېنل یا د سر لوبه نن د اتوار په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کیږي او د تیرو دوو ټورنامنټونو ګټونکي اسلام اباد یوناېټډ او پېښور زلمي به په دویم ځل د ټورنامنټ ګټلو پوره هڅه کوي. دغه لوبه به د پاکستان په وخت د ماښام اته بجې شورو کیږي.

د پي اېس ایل لومړی ټورنامنټ اسلام اباد یوناېټډ او دویم بیا پېښور زلمي ګټلی وو. په روان ټورنامنټ کې د دواړه ډلو تر مېنخه دوه لوبې شوي یوه لوبه پېښور او دویمه اسلام اباد ګټلې. خو په مجموعي توګه د دواړه تر مېنځه شوو لوبو کې بیا اسلام اباد د پېښور نه زیاتې ګټې کړي. په تیرو دوو ټورنامنټونو کې د دواړه لوبډلو تر مېنځه شوو ۵ لوبو کې اسلام اباد یوناېټډ ۴ میچونه ګټلي او پېښور یواځې یو مېچ ګټلی.

که د دواړه لوبډلو لوبغاړو ته وکتل شي نو اسلام باد یوناېټډ داسې دوه بهرني لوبغاړي لري چې په دې روان ټورنامنټ کې تر ټولو غوره بېټسمینان ګڼل کیږي.

د نیوزيلېنډ لوېک رونکي او د جنوبي افریقا جی پي ډوميني د اسلام اباد یوناېټډ هغه لوبغاړي دي چې ښه رنز ریټ لري او د زړه د خلاصه لوبه کوي. لوېک رونکي په تیرو ۹ لوبو کې ۳۸۰ منډې جوړې کړي او جی پي ډومیني په ۹ لوبو کې ۲۴۹ منډې جوړې کړي او دواړه ۴۷ او ۴۱ اوسط لري.

د پېښور زلمو لخوا کامران اکمل په دې ټورنامنټ کې تر ټولو ښه لوبه کړې او په تیرو ۱۰ لوبو کې يې ۳۷۱ منډې جوړې کړي او د پېښور زلمو محمد حفیظ بیا په ۱۰ مېچونو کې په ۲۰۱ منډو د خپل ټیم غوره لوبغاړی ګڼل کیږي.

دغه شان په بالرانو کې اسلام اباد یوناېټډ فهیم اشرف او محمد سمیع د ټورنامنټ غوره بالران ګڼل کیږي. په روان ټورنامنټ کې فهیم اشرف ۱۵ او محمد سمیع ۱۱ وکټې ترلاسه کړي. د پېښور په غوره بالرانو کې وهاب ریاض ۱۳ او حسن علي ۱۰ وکټو سره په غوره بالرانو کې راځي.

د وېسټ انډیز سره تعلق لرونکی د پېښور زلمي کېپتان ډیرن سمی په پاکستان کې ډیر مینه وال لري او د هغې لوبه هم د خوند ډکه وي خو په تیرو ۳ لوبو کې د ژوبل کیدو له امله ډېرن سمی خپله روایتي لوبه نه ده کړې. خو په لاهور کې د زلمو په اخېرۍ لوبه کې يې د خندا ډک په خپل انداز کې ویلي وو چې ٫٫ کراچۍ مونږ راروان یو او زلمي به بیا دا ټورنامنټ ګټي.٬٬

د نن فاېنل سیالي به د کراچۍ په نېشنل سټيډيم کې ترسره کيږي. د کراچۍ په غټو سړکونو د پي اېس اېل په کراچۍ کې کېدو دپاره د هرکلي بورډونه لګول شوي دي.

په سړکونو او څلور لارو باندې د لوبغاړو په بېلا بيل انداز کې عکسونه لګول شوي او خلک ورسره عکسونه هم جوړوي.

چارواکي وايي په لوبغالي کې دننه هم پوره تیارۍ نیول شوي او د خصوصي مېلمنو د پاره خاص کرسۍ لګول شوي.

د لوبغالي په دروازو او دننه میدان کې د رېنجرز ځواکونه په ځای کړی شوي او په بهر سړکونو باندې به پوليس د امنیت ذمه وراۍ ترسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG