لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلميو اسلام اباد یونایټېډ ته په پي ایس ایل کې ماتې ورکړه


د پاکستان سپر ليگ کرکټ (دریم ټوک) په یو مهمه مقابله کې د پېښور زلمي لوبډلې د اسلا م اباد یونایټیډ لوبډلې ته په ٣۴ رنزونو سره ماتې ورکړه.

زلمېو لومړی بیټینگ کړې وو او ټول ١٧٧ رنزونه یې جوړ کړي وو په ځواب کې یونایټیډ د ٩ لوبغاړو په سوزیدلو ټول ١۴٢ رنزونه جوړ کړل.

په پېښور زلمېو کې نوي تېز بالر اميد اصف په څلور اورونو کې ٢٣ رنزونه ورکړل او څلور لوبغاړي یې وسوزول.

د زلمو لخوا کامران اکمل په بیټینگ کې غوره لوبه وکړه او په ٣٢ بالونو یې ٥٣ رنزونه جوړ کړل.

د زلمیو لوبډلې خپل وړومبۍ لوبه د ملتان سلطان په ضد بایللی وه.

د پېښور زلمي لوبډله د پي ایس ایل د دویم ټوک چېمپېن (سر لوبډله) وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG