لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال باجوه د نوکرۍ غزولو لپاره د حکومت سره مخالف ګوندونو هم ملګري دي


د پاکستان اوسني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د عهدې موده د نورو دریو کالو پورې د غزولو په اړه د حکومت او د لویو مخالفه سیاسي ګوندونو یو شان دریځ په واکمن تحریک انصاف نه زیات په مخالفه ګوندونو نیوکې راپارولي دي.

په پاکستان کې د سیاسي پرمختګونو څارونکو په سوشل میډیا او میډیا په خبرو کې دا هم پوښتنلي چې ولې د یو پوځي افسر د پاره قانون بدلیږي او د ادارو پرځاې شخصیاتو ته اهمیت ورکړل کیږي.

د جماعت اسلامي صوبايي مشر مشتاق احمد خان ډيوه ته وويلي چې سينېټ او قامي اسمبلۍ او ټولو پارلماني غړو له پکار دي سوچ وکړي، چې د يو تن د پاره نه بلکه د يوې ادارې د پاره قانون جوړ کړي.

څېړونکي وايي د اپوزيشن گوندونو دا دريځ چې پوځ د جنرل باجوه په مشرۍ کې د کال ٢٠١٨م د انتخابونو نتيجې د عمران د گوند تحريک انصاف د پاره غلا کړي ځکه اوس کمزوری او بې ځايه ښکاري چې د واکمن گوند سره بې د شرطه د هغه پوځي مشر ملاتړ وکړو چې د پرونه پورې يې پرې تورونه لگول.

د بلې خوا د اپوزيشن گوندونو فيصلې د عمران خان گوند ته د الېکټېډ مقام هم ورکړو چې تر اوسه يې ورته سېلېکډېډ ويل. د عمران خان د حکومت د ميډيا مشيرې فردوس عاشق اعوان د گډې فيصلې وروستو د اپوزيشن گوندونو ته مبارکي هم ورکړې.

د عمران خان حکومت فيصله کړې چې د جنرل باجوه د عهدې موده درې کاله نوره وغزوي خو اکثره ولسي غبرگون د حکومت د پرېکړې مخالف ښکاري او په سوشل ميډيا د هغه سياسي گوندونو غړو په خپلو مشرانو نيوکې کړي چا چې د حکومت سره په ارمي ايکټ کې د بدلون کولو مرسته اعلان کړې ده.

د سويلي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير وي او ای ډيوه ته په خبرو کې وويل، د دې قانوني ترميم په سر د عمران خان حکومت د خلکو په مخ کې يوه نمونه کېښودل دي ځکه چې پوځ د عمران د حکومت په شا مخکې هم وو، اوس هم دی او که دا کار وشو نو بيا خو به د دوی ډېر طاقتور شي.

د جميت علما اسلام يو مشر سليم الله الوزۍ وايي چې گوند يې تل د جمهوري ادارو ملاتړ کړی دی او نورو غير سياسي ادارو ته دا پيغام ورکوي چې په خپلو حدودو کې پاتې شئ. ښاغلي الوزۍ زیاته کړه چې گوند به د اسمبلۍ په فلور د دې عمل مخالفت کوي.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت وتلي قانون پوه فضل خان ايډوکيټ وويل چې د سپريم کورټ د فيصلې په ترڅ کې په ايين کې د عهدې د مودې د غزولو د پارلمان نه قانون سازي پکار وه خو حکومت هغه اکثريت نه لري چې دغه قانون منظور کړي.

ښاغلی فضل خان وايي حکومت درغلي کوي ځکه چې په ايين کې د بدلون په ځای په ارمي ايکټ کې بدلون راولي چې هم د قانون او ايين خلاف ورزياو هم د عدالت د فيصلې سپکاوی دی.

دا به کتلی شي چې ایا عدالت او نور قانون پوهان هم دا ګڼي چې د حکومت اوسنۍ تګلاره د عدالت توهین دی او که نه؟

تر اوسه د پارلیماني غړو لخوا په میډیا کې به ارمي اېکټ کې د بدلون په اړه رپورټ شوي خبرونه وايي د مځکني، هوایي او سمندري پوځونو مشران او د ګډو ځواکونو مشرانو د ریټاېر کیدو موده به ۶۴ کاله وي که چرې ددوي د کار موده غزول کیږي. د دغه اېکټ لاندې د وزیراعظم په فرمان به درې کاله نور د نوکرۍ اجازه ورکول کېږي او دا امر به بیا په کوم عدالت کې چېلنج کېدای هم نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG