لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د باچا لور اولس له کېک او عمران خان په اربونو ډالره غواړي


د پاکستان ټیټ اقتصاد په پښو ودرولو- او یا په اوسني سیاسي اصطلاح کې- د ٫٫ یو ټرن٬٬لپاره وزیراعظم عمران خان نن یوه بله ویړیا فارمولا وړاندې کړې. وايي داسې لارې به جوړوي چې په بهر هیوادونو کې وسیدونکي پاکستانیان د خپلې خوارۍ مزدورۍ د پېسو نه هر کال ۳۰ اربه ډالره پاکستان ته ولیږي. عمران خان دا خوشبیني په یو ټويټ کې څرګند کړې ده.

د ټویټ نه داسې ښکاري چې په لیکلو لیکلو کې ورته په کال کې ۳۰ اربه ډالرې کمې په نظر ورغلي. نو بیا يې پسې سم لاسي لیکلي – کیدی شي بهرني پاکستانیان دغه هیواد ته د کال ۴۰ اربه ډالره ولیږي.

عمران خان د سیاسي مخالفینو پرضد د غبن او بډو رشوتونو لپاره د لسو کالو د زوړ ریکارډ کتلو امر ورکړی. خو داسې نه ښکاري، هغه پاکستان ته د بهر نه د پېسو لیږلو د یو کال تاریخ هم کتلی وي. ځکه چې د پاکستان حکومتي رپورټونه په یو کال کې د بهر نه پاکستان ته د ټولو زیاتو لیږل شوو پېسو شمیر د ۱۶ بېلینه ډالرو نه زیات نه ښايي.

د دغو پېسو شمېره اوس په ښکته روانه ده. او لویه وجه يې په عربي هیوادونوـ په ځانګړې توګه سعودي عربستان کې د روزګار نشتوالی دی. په تیرو څو کلنو کې په زرهاوو پاکستانیان د سعودي عربستان او نورو خلیجي هیوادونو نه بیرته پاکستان ته تللي.

د اقتصاد ښه کولو لپاره د عمران خان دویمه فارمولا په پېنځه کالو کې د پینځو ملینو کورونو جوړول دي. نوموړي د دغه ٫٫ عظیم الشان٬٬ منصوبې (پروژې) اعلان د اکتوبر په لسمه کړی. د واکمن تحریک انصاف ګوند د اقتصادي چارو ویاند فرخ سلیم وايي یاده منصوبه به په ۱۸۰ اربه ډالره سر ته ورسیږي.

په کنګال جېب داسې بې منطقه اعلانونه ښايي عمران خان د یو پخواني باچا د هغه ساده لور نه کم نه دی چې وايي یو ځل لوږې او ګرانۍ وهلی اولس د باچا پرضد په سړکونو احتجاج کوو. باچا او د هغه لور د بام د سر نه احتجاج کونکو ته کتل.

لور د باچا نه پوښتنه وکړه چې دا خلک ولې احتجاج کوي. باچا ورته وویل- دوي ډوډۍ غواړي. لور يې په ځواب کې وویل چې ډوډۍ نشته نو کیک (کلچی) دې وخوري کنه.

پاکستان سره د قرضونو بیرته ورکولو لپاره پېسې نشته، د راتلونکو دواو میاشتو لپاره د بهر نه د وارداتو (درامداتو) پېسې به په ګرانه برابر شي، د سعودي نه په قرضو د تیلو اخستلو لپاره منتونه کوي: ايي اېم اېف ته خواست کوي چې تر بل هر وخت زیات پور ترې واخلي، د ډالر په مقابله کې روپۍ په تاریخي توګه ټیټه شوې. او خان صېب د ۱۸۰ اربه ډالرو برابر منصوبې اعلان وکړو. او وزیراعظم اولس ته وايي مه ویریږئ.

نوی حکومت د دیامیر بهاشا ډیم جوړول یو لوېه پروژه ګڼي. خو نا اشنا خبره دا ده چې ډیم به په اولسي چندو جوړوي.

د دغه ډیم جوړولو لپاره د پاکستان سپریم کوټ مشر قاضي ثاقب نثار د چندو ټولولو اعلان کړی وو. او وزیراعظم عمران خان يې ملاتړ کړی.

نوموړی ناڅاپه د یو څو شېبو لپاره په ټي وي وځلیدواو د مشر قاضي د ډیم جوړولو لپاره د چندو د سکیم ملاتړ يې وکړو.

سړی ویلی شي چې عمران خان د اقتصاد ښه کولو لپاره دریمه فارموله په اولسي کچه چندې ټولول دي.

په پېنځه کالو کې لسو ملینو خلکو ته د روزګار ورکولو په ژمنه خو به هیڅ خبره نه کوو.

اود ايي اېم اېف د قرضو اخستلو په خواست خو تاسو ټول د مخکې نه خبر يئ.

لږ به دریاد کړم عمران خان ویلي وو خود کشي به وکړي خو د ايي اېم اېف نه به قرضه وا نه خلي.

اوس نو ورته ګورئ.

XS
SM
MD
LG