لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې د پي ټي ائي احتجاجي ناستې


د پي ټي ائي لخوا د حکومت په ضد د اعلان شوي "پلان سي" لاندې احتجاجي مظاهرې روانې دي ،
د پي ټي ائي لخوا د حکومت په ضد د اعلان شوي "پلان سي" لاندې احتجاجي مظاهرې روانې دي ،

د پاکستان پنجاب صوبې سر ښار لاهور په مختلفو علاقو کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې احتجاجي مظاهرې روانې دي ، او راپورونه وايي د پي ټي ائي پلويانو ښار بند کړی دی .

د پي ټي ائي لخوا د حکومت په ضد د اعلان شوي "پلان سي" لاندې احتجاجي مظاهرې روانې دي ، او د پي ټي ائي وينا ده د لاهور په ۱۸ مختلفو ځايونو باندې دويي دهرنې ورکوي .

په ځايي ټي وي چېنلو ښودل کيږي چې د پي ټي ائي پلويانو په سړکونو ټائرونو ته اورونه اچولي ، او لارې يې بندې کړي دي . په ځينو علاقو کې د پي ټي ائي د پلويانو خلکو سره نښتې هم شوي او په مېټرو بسونو گټې ويشتل شوي دي .

د پي ټي ائي مشر عمران خان د کال ۲۰۱۳م په عامو انتخابونو کې په مسلم ليگ (ن) ډله چې وس په حکومت کې ده ، د درغلو تور پورې کوي ، او د روان کال د اگست د مياشتې راهسې يې د حکومت په ضد اسلام اباد کې دهرنې پېل کړي دي .

عمران غوښتنه کوي چې د مسلم ليگ (ن) حکومت دې په انتخابونو کې د درغلۍ د پلټنو دپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي ، او چې څو پورې يې دغه کار نه وي کړی دويي به احتجاج ته دوام ورکوي .

حکومت د پي ټي ائي تورونه ردوي او وايي وزيراعظم نوازشريف د عدالتي کمېشن جوړولو دپاره سترې محکمې ته خط لېږلی ، او وايي په داسې حال کې چې د حکومت او پي ټي ائي ترمينځ مذاکرات هم روان دي ، پي ټي ائي دې د ښارونو بندولو او احتجاجي دهرنو لړۍ ودروي .

عمران خان څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې احتجاجي دهرنې ته په وينا کې وئيلي ؤ ، د احتجاج "ای" او "بي" پلان يي سرته ورسېدل ، او د "پلان سي" لاندې به د ملک غټ ښارونه بندوي ، او بيا به ټول ملک بندوي .

څو ورځې وړاندې د پي ټي ائي لخوا فېصل اباد او بيا په کراچۍ کې د ښار د بندېز په موخه احتجاج شوی دی .

عمران خان په کراچۍ کې د خپلې احتجاج کوؤنکو ته په وينا کې وئيلي ؤ ، کې حکومت د مذاکراتو او عدالتي کمېشن جوړولو گام نه پورته کوي ، نو راتلونکی پلان "ډي" به يې د حکومت دپاره ډېرخطرناک وي .

بل لور ته د حکومت او پي ټي ائي مذاکرات هم روان دي ، او د اتوار په ورځ اسلام اباد کې د حکومتي مذاکراتي ډلې چې پکې مرکزي وزيرخزانه اسحاق ډار او احسن اقبال شامل دي ، او د پي ټي ائي د جهانگيرترين او اسدعمر ترمينځ ملاقات شوی ، او دواړو فريقو وئيلي دي ، د خبرو اترو بل پړاؤ به د نهې په ورځ پېل کيږي .

تراوسه پورې د ترسره شوؤ مذاکراتو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې ، او د حکومتي مذاکراتي ټيم لخوا وئيل شوي چې څو پورې کومه ختمي پرېکړه نه شوي د مذاکراتو تفصيل به نه په ډاگه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG