لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په علي وزیر او نورو د پوځ په ضد د بغاوت رپورټ درج شوی


په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او هغه سره په ۱۱، ۱۲ کسانو باندې مقدمه درج شوې ده.

علي وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې مقدمه پرې درج شوې خو نوموړي ویلي دغه غونډه د پي ټي اېم نه وه بلکې د وزیر قوم لويه جرګه وه او د کرم تنګي ډېم پرضد وه ځکه چې د هغه په وېنا د ډېم له امله د شوا تحصيل په لاکونو خلک اغېزمن کيږي.

هغه وويل دوي د ډېم جوړولو پرضد نه دي خو د حکومت نه غوښتنه کوي چې اول دې د دغو دپاره انتظام وشي.

هغه زياته کړه سيمې ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان او د هغه سره قومي وزيران چې د مارچ په مياشت کې ورغلي وو دوي ته يې باور ورکړی چې څو پورې د علاقې خلک نه وي رضا، په ډېم به کار نه کیږي خو بل لور ته په ډېم کار روان دي.

علي وزير وويل دوي کومه جلسه جلوس نه دی کړی خو د قامي جرګې غونډه يې کړې ده.

د وزیر په وېنا ياده علاقه د ترهګرۍ او د پوځي عملياتو راه نجات او ضرب عضب سره مخ پاتې شوې او دوي د سيمې مشران به د علاقې د مسلو هوارولو دپاره رايوځای کيږي جرګې به کوي او که مقدمې پرې درج کيږي نو د هغې به د قانوني لارې مقابله کوي.

د پي ټي اېم د مشرانو او غړو پرضد له دې وړاندې هم مقدمې درج شوی خو د علي وزير او هغه سره نورو کسانو پرضد دا مقدمه په داسې وخت کې درج شوې چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند په پي ټي اېم سخت تورونه لګولي وو.

د علي وزیر او د نورو کسانو خلاف مقدمه یا پولیس رپورټ کې د شمالي وزيرستان د پوليس مشر کفايت الله خان په مدعيت دغه مقدمه د ميرعلي سب ډوېژن په تاڼه کې درج شوې ده.

ضلعۍ انتظامیې د مقدمې پخلی کړی او نوموړي پوليس افسر په دغه اړوند وي او ای ډيوه سره د نورو جزياتو ويلو څخه ډډه کړې ده.

په مقدمه کې ویل شوي د روانې (مې) د مياشتې په لمړۍ نېټه د شوا تحصيل کابل خېل قوم ټولې څانګې او د پي ټي اېم غړي د کرم تنګي ډېم پرضد رايو ځای شوي وو.

په مقدمه کې تور لګول شوی چې علي وزير، رياض خان او قاسم خان په موقع جذباتي نعرې لګولي او د وسله والو ځواکونو پرضد يې ګډون په بغاوت راپارولي دي.

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ پي ټي اېم ته د افغانستان او هند استخباراتي ادارې پېسې ورکوي، هغه ويلي ؤ "دا چې دوي د خلکو په لاسو کې لوبيږي د دوي وخت ختم او اوس به د دوي سره قانوني چلند کولی شي چې څومره ازادي دوي اخیستله هغه يې واخيسته".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پوځي وياند تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ دوي هر ډول احتساب ته تیار دي.

په کومه ورځ چې په علي وزير او هغه سره نورو باندې مقدمه درج شوې هم په دغه ورځ په بنو کې هم د پي ټي اېم په څلورو غړو مقدمه درج شوې وه.

علي وزیر په دغه ورځ په بنو کې د پي ټي اېم د غړو سره ليدلي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG