لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره به سبا حکومتي جرګه بیا خبرې کوي


د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ کې تیره ورځ شوې یوې غونډه کې فیصله شوې، حکومتي جرګه به د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره سبا (شورو یا چارشنبې) په ورځ خبرې اترې کوي.

د ګورنر د ماڼۍ لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه د ګل (دوشنبې) په ورځ شوې دغه غونډه کې د ګورنر تر څنګ د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک، د قبایلي سیمو پارلیماني غړو او یو شمیر قبایلي مشرانو هم ګډون کړی.

په غونډه کې فیصله شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره به د خېبر اېجنسې نه د قامي اسمبلې غړي شاه جي ګل افریدي په مشرۍ کې جوړه جرګه سبا ویني او د دوي د غوښتنو په اړه به ورسره خبرې کوي. په غونډه کې دا فیصله هم شوې چې دغه جرګه به با اختیاره وي او د هر قسمه فیصلې اختیار به لري.

د غونډې وروسته خپرې شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو پښتنو په خاصه توګه د ځوانانو ټولې اېیني غوښتنې به اوریدل کیږي او د قانون او اېین لاندې به دغه غوښتنې منل کیږي.

د پي ټي اېم او حکومتي کمېټۍ تر مېنځه د تیر زیارت (پنجشنبې) په ورځ هم یوه جرګه شوې وه او دواړه خواو په راتلونکې کې د نورو جرګو یا غونډو خبره کړې وه.

حکومتي جرګه څومره واک لري؟

د روانې میاشتې په لسمه نېټه (تیر زیارت) د حکومتي جرګې او د پي ټي اېم د غړو تر مېنځه شوې جرګې وروسته د حکومتي جرګې مشر شاه جي ګل وي او ای ډیوه ته ویلي وو ٫٫ د پاکستان ریاست د پي ټي اېم د ائين لاندې خبرو اورېدو او منلو ته تيار دی.٬٬

کله چې د شاه جي ګل نه د حکومتي کمېټۍ د واک اختیار په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي په ځواب کې ویلي وو: "دوي ځکه د خپلې قامي جرګې نه مطمين دي چې دا د ریاست او قوي جرګه ده او د پي ټي اېم تحفظات به سرته رسوي".

د جرګۍ مشر وي او ای ته منلي وو جرګه يې د خبرو واک لري ځکه چې د پي ټي اېم خبرې د پوځ سره دي او هغه (شاه ګل) د پوځ سره د خپلو سرچينو د لارې خبرې کړې وې او پوځ ورته د خېبرپښتونخوا حکومت د سهولت کار په توګه ورکړی دی.

هغه وويل، "ما د هغو قوتونو سره خبرې کړي د کوم سره چې پي ټي اېم نېغ په نېغه خبرې وشي يا چې کومې خبرې وشي په هغو باندې عمل شي".

د يادې جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ په وړومبۍ ناسته کې منظور پشتين او هغه سره ملګرو هم ګډون کړی وو، او ويلي يې ؤ د خبرو اترو دپاره به د کوټې نه تر چتراله کميټي جوړوي او فېصله به کوي " چې خبرې د چا سره وکړي او څه ډول وکړي".

Recommended

XS
SM
MD
LG