لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د بلوچستان په احتجاجونو کې غوښتنه کړي د فعالانو زورونه دې ودرول شي


د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه ویلي وو چې پي ټي اېم خپله مسله نه ده خو د تحریک په مشرانو کې ځېنې نه بهر نه پېسې اخلي
د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه ویلي وو چې پي ټي اېم خپله مسله نه ده خو د تحریک په مشرانو کې ځېنې نه بهر نه پېسې اخلي

د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) فعالانو د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې احتجاجي جلسې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې حکومتي ادارې دې د تحریک د کارکونکو زورونه ودروي.

د پي ټي ايم تر نظارت لاندې د گل، دوشنبې، په ماسخوتن د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه، ژوب، شيراني موسه خيل، قلعه سيف الله، دوکۍ او سنځاوۍ کې لارويونونه او احتجاجي غونډۍ وشوې.

په احتجاجي لارویونونو کې د ژغورنې غورځنڰ فعالینو، د پښتونخوا ملي عوامي ڰوند، عوامي نېشنل گوند، پي اېس او، پي اېس اېف، پي اېس اېف ازاد، ډېموکرېټک یوتھ الائنس غړو او مدنی فعالانو په گڼ شمېر کې شرکت وکړو.

لارويونونه او احتجاجي غونډې د پروفيسر ابراهيم د ارمان لونې د وژنې د پېښې عيني شاهد او مدعي قيوم اتمانخېل د مبينه اغوا او بيا پر هغه د مبينه تشدد په خلاف تيره ورځ په چمن کې پراولسي وګړو باندي د امنېتي سرتيرو لخوا ډزو، د پشتون ژغورنې غورځنګ و ښځينه غړې ثنا اعجاز ته د مرګ دهړکوپه ورکولو او د غورځنګ د فعالينو لکه عالم زيب محسود او نورو د ګرفتاريو په خلاف وشوې.

قيوم اتمانخيل د پاکستان پر امنیتي ادارو تور لګولی چې هغه يې په غیر قانوني توګه پورته کړی، پوځي چاونۍ ته يې وړی او بې دریغه تشدد يې پرې کړی.

په چمن کې څه شوي وو ؟

په دې وروستیو کې په چمن کې یوه پیښه رامنځ ته شوې وه چې په هغې کې د اېف سي ځواکونو پر بې وسلو عامو وگړو ډزې وکړې او ویډېو یې پر سوشل میډیا راڅرگنده شوې

چمن غونډې ته د پي ټي اېم مشر، منظور پښتین د ټلیفون له لارې وینا وکړه.

احتجاج کونکيو د امنتيتي سرتيرو او ادارو د رويې خلاف سخت شعارونه ورکړل.

احتجاج کونکوته د وينا پر مهال د غورځنګ ځايي مشرانو وويل چي دا عمل د غندني وړ دی او نور دې رياستي ادارې داسي عمل بند کړل شي. دوی وويل چي پشتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د ائين په رڼا کې د ژوند حق او امن غواړي، مشرانو و ويل که د اولس او پشتون ژغورنې د فعالينو په خلاف د ګرفتاريو او ناروا رويې روانه لړۍ بنده نشي نو غورځنګ به پر امنه توګه سختو احتجاجونه مخ په وړاندې بوځي.

د کوټې و احتجاج د وینا پر محال د پي ټي ایم د بلوچستان کوارډینټر ایډوکیټ حسېن آغا وویل چې پې ټي اېم غېر پارليماني غورځنڰ دی او په پر امنه طریقه به د پښتنو د ژوند او د حقوقو جنڰ کوي.

په بلوچستان کې د پي ټي اېم د احتجاجي جلسو لړۍ لومړی په لورالایي کې پیله شوه، بیا په چمن ښار کې هم مظاهرې وشوې.

د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه ویلي وو چې پي ټي اېم خپله مسله نه ده خو د تحریک په مشرانو کې ځېنې نه بهر نه پېسې اخلي.

پاکستاني چارواکو ویلي د پي ټي اېم په یو شمیر غوښتنې تر ډیر حده پورې کار شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG