د اسلام اباد هايي کورټ ته ورکړل شوي یو خواست کې غوښتنه شوي چې په پښتون ژغورنې غورځنگ دې پابندي ولگول شي.
د خواست په ځواب کې عدالت د حکومت یو شمیر محکمو او د پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ دوو غړو محسن داوړ او علي وزیر ته د وضاحت وړاندې کولو امر کړی دی.
د پاکستان جیو ټېلې وژن ترمخه عدالت فریقینو ته د جون د میاشت تر دریمې نېټې پورې د خپلو ځوابونو وړاندې کولو امر کړی دی.
هغه خبریالان چې خپلو ادارو ته د اسلام آباد هايي کورټ خبرونه ورکوي وايي عدالت د پوځ یو پخواني افسر د وکیل شعیب رزاق په لاس وړاندې کړی شوي خواست دریځ خپل کړی چې د پي ټي اېم پلویان د ملک او پوځ بدنامي کوي او د ریاست مفاد او د پوځ وقار پرځای ساتلو دپاره دې په غورځنگ بندیز ولگول شي.
په خواست کې دا هم ویل شوې چې پي ټي اېم الېکټرانک او سوشل میډیا د خپلو منفي مقاصدو دپار استعمالوي.
هايي کورټ ته په خواست کې دا غوښتنه هم شوي چې د پاکستان ټېلې کمیونیکیشن اتارټي یا پي ټي ای دی په سوشل میډیا د پي ټي اېم مواد لرې کړي.
د اسلام آباد هايي کورټ د خواست په ځواب کې محسن داوړ، علي وزیر، داخله وزارت، پېمرا او پي ټي ای ته د وضاحت وړاندې کولو امر کړی دی.
په سمدستي توگه د پي ټي اېم مشرانو د تحریک خلاف هايي کورټ ته د وړاندې کړی شوي خواست په اړه څه نه دي ویلي خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتین په شمول د غورځنگ مشران وايي غوښتنې یې د پاکستان د آئین سره شمې دي.
پي ټي اېم دا گیله کوي چې د پاکستان د قامي بهیر خبري ادارې او ټېلې وژن چېنلې د دوی هلو ځلو ته ځای نه ورکوي.
د پاکستان پوځ وايي د پي ټي اېم غوښتنې سمې دي خو پوځي مامورین د غورځنگ په ځینو مشرانو الزام لگوي چې د بهرني قوتونو نه یې پېسې اخیستې. پي ټي اېم دغه خبرې ردوي.
د پي ټې اېم په ضد اسلام اباد هايي کورټ ته د خواست خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې یوه ورځ وړاندې پوځ وویل په شمالي وزیرستان د پي ټي اېم سره تړلې یوې ډلې په یو پوځي چېک پوسټ حمله وکړه او په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل شو او گڼ شمیر نور زخمیان شول چې پکې د علي وزیر په شملو د پي ټي اېم نور فعالان شامل وو. علي وزیر او نور د پي ټي اېم غړي نیول شوې دي.
او د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یو رپورټ کې وویل د شمالي وزیرستا خړکمر چېک پوسټ سره نژدې د پنځو کسانو په ډزو ویشتل شوي مړي موندل شوي دي.