لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: د پي ټي اېم د کراچۍ جلسې ته تگ کې مې لاره نیول کیږي


په کراچۍ کې د پي ټي اېم په جلسه کې د زرگونو په شمیره کې خلکو شرکت وکړو
په کراچۍ کې د پي ټي اېم په جلسه کې د زرگونو په شمیره کې خلکو شرکت وکړو

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ویلي په کراچۍ کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د غورځنگ جلسې ته تگ یې حکومتي ادارو وار په وار لاره نیولي، هوايي کمپنۍ یې د اسلام آباد نه د جهاز ټېکټ منسوخ کړی و او نامعلومو موټر یې د کراچۍ په لورې سفر کې تعقب کړی دی.

د پي ټي ایم د ورستۍ جلسې دپاره د کراچۍ د پښتنو د اکثریت سیمې سهراب گوټ د لوبو په یو مېدان کې د زرگونو په شمیره کې خلک ورغلې وو چې په گڼه شمیره پکې په مېرمنې او هغه خلک هم وو چې وايي خپلوان یې د امنیتي ادارو په ولکه کې بې درکه شوي دي.

د پي ټي ایم یو مرکزي مشر محسن داوړ په ټولنیزو رسینو وویل حکومتي ادارو د پي ټي اېم د جلسې د خرابولو او د منظور پشتین د لاره نیولو کوښښونه کړې دي خو هغه زیاته کړه چې ترڅو منظور پشتین د سهراب گوټ غونډې ته تقریر نوي کړی، جلسه به نه ختموي.

منظور پشتین وي او ای ډیوه ته ویلي د خالي، شنبې، په ورځ سحر د اسلام آباد نه کراچۍ ته په هوايي جهاز کې سفر دپاره چې کله د اسلام آباد هوايي اډې ته ورغلو نو ورته وویل شو چې نوم یې د مسافرانو په فهرست کې نشته. هغه وویل چې بیا د لاهور نه د هوايي سفر ټیکټ واخیستو او چې د لاهور هوايي اډې ته تلو نو په لاره کې د امنیتي ادارو په چیک پوسټ تر دوو گنټو ایسار کړی شو او چې بیا هوايي اډې ته ورسیدو نو الوتکې ترې پرواز کړی و.

منظور پشتین وايي د لاهور نه د خپلو ځینو ملگرو سره په موټر کې د کراچۍ په لورې روان شو، لږ تر لږه دوه نامعلومو موټرو یې تعقب کولو او په دغه موټرو کې ناستو کسانو به ورته وخت په وخت خپل ټوپکې هم ښودلې.

د وي او ای ډیوه سره خپلو ورستیو خبرو کې منظور پشتین وویل په نابلده لارو کراچۍ ته رسیدلی دی خو د راني پل سیمه کې د رینجرز نومې امنیتي ځواکونو عسکرو ترې موبایل ټیلې فون اخیستی دی.

حکومتي مامورینو په سمدستي توگه د پي ټي اېم مشرانو په دعوو څه غبرگون نه دی ښودلی.

منظور پشتین وي او ای ډیوه ته وویل په لاره چې به کله نیول کیدل یا ایسارول کیدل نو د امنیتي ادارو چارواکو به پرې د ریاست پرضد د هلو ځلو الزام لگولو. خو د پي ټي ایم غړي وايي غوښتنې یې د پاکستان د ائین د چوکاټ دننه دي.

پي ټي ایم غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې دې په سړکونو پوځي چیک پوسټونه ختم کړی شي، د بې درکه کسانو درک دې ولگول شي او که په چا د څه جرم شک دی نو عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي او په قبایلي سیمو کې د عملیاتو په مهال د مقامي خلکو د حقونو د خلاف ورزیو د پلټنو دپاره دې د رېښتیا او د پخولا اینې ډله جوړه کړی شي.

حکومت د پي ټي ایم د غوښتنو پوره کولو ژمنه کړې ده، وايي ځینې چیک پوسټونه ختم کړی شوي دي او ځینې بې درکه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي. خو پي ټي ایم وايي حکومت خپل لوظونه پوره کولو کې د سست روۍ نه کار اخلي.

Recommended

XS
SM
MD
LG