لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین نیویارک ټایمز کې لیکي چې د پاکستان پوځ یې د پر امنه تحریک ختمول غواړي


په پاکستان کې د پښتنو د بشري او ملکي حقونو غوښتونکی، د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین د امریکې په معتبره ورځپاڼه، نیویارک ټایمز کې یوه مقاله لیکلې او په کې یې ویلي چې د پاکستان طاقتور پوځ د هغوی د تحریک د ختمولو هڅه کوي.

منظور پښتین لیکي کله چې ترهگرو د دوی د سیمې اوسیدونکي وژل، نو پوځ دوی هېر کړي و. هغه زیاتوي چې د ترهگرو پرضد د د پاکستان د پوځ عملیاتو، حالات نور هم خراب کړل. ولسي خلک ووژل شول، خلک بې کوره شول، په زوره لادرکه شول، د هغوی سپکاوی وشو، او د روزۍ گټلو لارې پرې وتړل شوې.

پر دې سربېره، د پښتین وینا ده چې یو خبریال هم د پوځي عملیاتو په اړه د رپوټ دپاره هلته نشو ورتلای.

پښتین په خپلې مقالې کې لیکلي چې د پاکستان پوځ غواړي پوره کنټرول وساتي، خو پي ټي اېم د یو تشدده ډک انقلاب غوښتونکی نه دی او عزم یې دا دی چې پاکستان به بیرته د "یو آئیني نظم" په لوري بوزي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستاني پوځ له مشرتابه سره یې څو څو ناستې درلودې او ځینو جنرالانو لا په ښکاره د هغوی د شکایتونو قدر کړی، مگر د ستونزو او شکایتونو د لیرې کولو هڅه یې ورته نه ده کړې. پښتین دا هم لیکلي چې پاکستاني مشرانو هغوی ته "په تشدد او ویرولو" جواب ورکړی دی.

د پي ټي اېم آواز ـ په پاکستان او په بهر کې

دا لومړی ځل دی چې د پښتون تحفظ موومنټ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین مقاله (لاندې یې لینک پیدا کولای شئ) په امریکا کې د نیویارک ټایمز په شان معتبره اخبار کې چاپه شوې ده.

د امریکا په معتبرو ورځپاڼو، لکه نیویارک ټایمز او واشنگټن پوسټ کې، اکثره نړېوال مشران، وتلي فعالین، او پیژندل شوي پوهان په بیلابېلو موضوعگانو لیکل کوي.

د دوی چاپې شوې مقالې، زیاتره وخت د نړېوالو پام داسې مهمو مسایلو ته وراړوي چې نړېوال مخکې تر هغه ورته زیات پام نه وي شوی او یا داسې مسئلې رااوچتوي چې ځیني هیوادونه یې نه غواړي په بهرنۍ او کورنۍ میډیا کې د هغه په هکله بحث وشي.

منظور پښتین نیویارک ټایمز ته په لیکل شوې مقاله کې وایي چې پاکستان کې دننه د دوی د تحریک پر ضد کرکجنه پروپگینډا د خبر په توگه په میډیا کې خپرول کیږي، خو "پوځ دا کار باوري کړی چې د پاکستان په قامي اخبارونو او ټي وي چینلونو کې زمونږ د غورځنگ په اړه نږدې هیڅ شی خپور نشي."

د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) د پاکستان په حکومتي او شخصي میډیا کې هېر کړل شوی ښکاري. د میډیا د تنظیمونو مشران او ځینو خبریالانو هم ویلي چې پاکستاني میډیا د پوځي اسټبلشمنټ په اشارو، د ځینو رپوټونو، په خاصه توگه د پي ټي اېم د خبرونو له خپرولو ډډه کوي.

په سوشل میډیا کې بیا د پي ټي اېم د فعالیتونو په هکله په ډېره پراخه کچه خبرې کیږي، خو منظور پښتین وایي چې پوځ د انټرنیټ له لارې هم هڅه کوي چې پر دوی فشار راوړي او ویې ځوروي.

پښتین لیکي: " پوځ په زرگونو کسان چې په انټرنیټ کې بدمعاشي کوي، دې ته وهڅول چې د پي ټي اېم خلاف د ناسمو معلوماتو کمپاین وچلوي، پر مونږ یې د هایبرېډ جنگ پیلولو الزام ولگاوه. کابو هره ورځ، مونږ په دې ملزموي چې گني له هندي، افغاني، او یا امریکایي جاسوسي ادارو سره دسیسې جوړوو."

نیویارک ټایمز اخبار ته د خپلې مقالې په وروستۍ برخه کې، منظور پښتین لیکلي چې قانوني او بنیادي بدلون به وخت اخلي، خو د پوځ لخوا د لسیزو راهیسې جوړه شوې خاموشي او وېره یې ماته کړې ده او دغه یې کامیابي ده ـ آن که د پي ټي اېم مشران بندي شي او یا هم له منځه یوړل شي.

بشپړه مقاله یې په لاندېني لینک کې لوستلی شئ:

په نیویارک ټایمز کې د منظور پښتین مقاله

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG