لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پښتین: پي ټي اېم آماده دی چې د عرفان الله اپریدي په حق کې احتجاجونه وکړي


د خیبر په باړه بازار کې د منظور پښتین تود هرکلی وشو

د خیبرپښتونخوا صوبې د خیبر ضلعې د باړې سیمې اوسېدونکي عرفان الله اپریدي د وژنې په ضد احتجاج کوونکو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین ویلي دي که چېرې د عرفان الله اپریدي پلار او نور مشران وغواړي، نو پي تي اېم به د دې احتجاج لړۍ نورو سیمو ته وغځوي.

د پولیسو لخوا وژل شوي عرفان الله اپریدي د وژنې په ضد احتجاجي پرلت، په باړې بازار کې د جون میاشتې له ۲۳مې نیټې نه تر اوسه پورې دوام لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، باړې ته د دورې پر مهال پخپله وینا کې احتجاج کوونکو ته وویل چې "د پښتنو په خاروه باندې له ډېره مودې راهیسي وینه تویول کیږي، خو اوس وخت راغی چې د دې مخنیوی وکړو."

د خیبر په باړه بازار کې د منظور پښتین او ورسره ملګري د قامي اسمبلې د غړي علي وزیر ډېر تود هرکلی وشو.

منظور پښتین پخپلو خبرو کې وویل چې په احتجاج کې نارې هغه بندې کړي دي، خو چې کله پوه شي چې د عرفان الله اپریدي پلار ته انصاف نه میلاویږي، "بیا به پي ټي اېم په هغه خپل طرز کې ورسره ګوري."

د ترهگرۍ د مخینوي یا کاونټر ټرریزم ډیپارټمنټ چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي و، دغه وژل شوي کسان د پولیسو سره مقابله کې مړه شوي دي. دوی ویلي و چې دغو څلورو تنانو سره وسله هم وه او په پولیسو یې ډزې هم کړې وې.

د خیبر باړې سیاسي ګوندونو لخوا جوړه کړی شوې کمیټې مشر محمد رفیق وایس آف امریکه ډیوه ته وویل، باید حکومت یې جایزې غوښتنې ومني، ګني احتجاج به تر نامعلوم وخت پورې روان وي.

هغه په پوره باور سره ډاډ څرګند کړ چې د احتجاج لړۍ به د خیبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور ته وغځوي.

د خیبرباړې په احتجاجي پرلت کې سیاسي ګوندونو، ځایي مشرانو او د بشري حقونو دپاره کارکوونکو تنانو غوښتنه وکړه چې د مرګونو دغه لړۍ دې نوره بنده کړلی شي. خو د باړې د سیاسي ګوندونو د اتحاد ویاند چراغ اپریدي وویل چې دوی په دغه رنګه ظلمونو باندې نور چوپ نشي پاته کېدی او د دې په ضد به غږ اوچتوي.

چراغ اپریدي زیاته کړه: "په دې ځای کې ډېر زیات داسې کېسونه شوي دي او د باړې خلک د دغو ظلمونو د برداشت کولو نه تنګ شول. په وړومبي ځل باندې د باړې په تاریخ کې داسې یو پرلت روان دی، او تر هغه به انشآ الله و تعالی دغه احتجاج ته دوام ورکوو چې تر کومې پورې دا خبره واضحه شوې او اعلان شوې نه وي چې عرفان الله شهید آیا په رښتیا دهشتګرد و او که آیا دا بېګناه قتل شوی دی؟"

د عرفان الله اپریدي د وژنې په ضد احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د غیرعدالتي وژنو، د خلکو د بې درکه کولو او بیا یې د ترهګر ګرځولو رنګي پېښو مخنیوي وکړي.

XS
SM
MD
LG