لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې به جلسه خامخا کوو: پښتون تحفظ مومنټ


د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا سبا له د پاکستان پنجاب صوبې لاهور ښار کې د کیدونکې لوې احتجاجي جلسې یوه ورځ وړاندې د لاهور ضلعي انتظامې د دغه جلسې لپاره اجازه یا اېن او سي نه ده ورکړې.

په ټولنیزو رسنیو د غورځنګ د مشرانو او یو شمیر نور فعالینو لخوا د ضلعي انتظامې دغه امر خپور شوی او پرې سختې نیوکې هم روانې دي.

د پي ټي ایم یو مشر علي وزیر څوک چې دا مهال پخپله هم په لاهور کې دی وي او ای ډیوه ته ویلي مونږ څو ورځې وړاندې دوي نه د جلسې اجازه غوښتې وه خو دوې د جلسې نه یوه ورځ وړاندې مونږ ته د امنیت بهانه جوړه کړه.

ښاغلی علي وزیر وايي: ٫٫ نن هم په لاهور ښار کې د پاکستان تحفظ مومنټ لخوا یوه جلسه وشوه، هغو ته يې اجازه ورکړې وه خو مونږ ته وایي چې امنیتي ستونزه ده.٬٬

ښاغلي وزیر وړاندې ویلي د انتظامې د اجازې نه راکولو وروسته به هم سبا له په لاهور کې خپله جلسه کوي او زیاتوي وړاندې شوو زمونږ په جلسو کې هیڅ قسمه بد نظمي یا بد امني نه ده شوې.

علي وزیر دهړکه کړې که چرې د انتظامې کسان مونږ نیسي نو مونږ به په خپله خوښه ځان دوي ته حواله کوو خو خپل پرامنه مظاهره به خامخا ترسره کوو.

د لاهور جلسې لپاره شوې تیارېو په اړه د علي وزیر مرکه دلته واورۍ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

د پښتون تحفظ مومنټ غړي محسن داوړ په خپل ټوېټر د ضلعي انتظامې دغه امر شریک کړی. د اېن او سي خپریدو وروستو په ټولنیزو رسنیو خلکو د دغې غندنه هم کړې.

د پنجاب یوې میرمن ګل بخاري په ټویټر د پنجاب ایالت اعلا وزیر شهباز شریف او د نواز شریف لور مریم نواز نه پوښتلي چې څنګه یوه پرامنه مظاهرې ته په لاهور ښار کې اجازه ورنه کړی شوه.

د ملاله یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزۍ هم دغه ګام غندلی او د پنجاب اعلا وزیر شهباز شریف نه يې غوښتلي د دغې امر پرضد دې ګام پورته کړي.

د دې امن لاریون یو تنظیموونکی ازل خان اڅکزی څو ورځې وړاندې وي او اې ډیوه ته وویلي وو د لاهور تقریباً ۹۰ فیصده خلک خصوصاً زده کوونکي په دې خبر نه وو، چې پښتون تحفظ موومنټ څه شی دی.خو زیاته کې يې وه د دوی لاریون د ټولنیزو رسنیو له لارې د ښار اکثر ځوانان د جلسې لپاره خبر کړل:

​"د لاهور په کالجونو او پوهنتونونو کې چې کوم پښتانه ځوانان دي هغوی به ضرور جلسې ته راځي، خو زموږ په کالجونو کې پښتنې نجونې لږ دي نو نه ده معلومه چې هغوی به په جلسه کې ګډون وکړي که نه، مګر موږ د جلسې لپاره سبا د جمعې په ورځ هم کمپاین کوو".

د لاهور جلسې په اړه د پنجاب حکومت وړاندې څه نه وو ویلي ، خو یو لور ته د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره ژمنه کړې چې غوښتنې به یې ومنل شي او بل لور ته د پاکستان پوځ سره له دې چې د دې تحریک غوښتنې پر ځای ګڼي، خو تور ورباندې لګوي چې دا تحریک یو پلان شوی تحریک دی او له بهره یې ملاتړ کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG