لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک : پنجابي طالبان په هيواد کې د ستر بريد تيارۍ کوي


رحمان ملک : پنجابي طالبان په هيواد کې د ستر بريد تيارۍ کوي

دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وائي په پنجاب کې موجود طالبان په هيواد کې ديو ستر بريد تيارۍ کوي او تندروه ډله لشکرجهنگوي په اسلام اباد کې په ميرټ هوټل،پينډۍ کې دپوځ په هيډکوارټر او دلاهور په بريدونو کې ککړه ده.

د سينيټ دقائمه کميټۍ په وړاندې دبيان ورکولو په مهال رحمان ملک وويل په جنوبي پنجاب کې طالبيت سنگين صورتحال خپل کړى او دسپاه صحابه او لشکرجهنگوي په گډون 29 تنظيمونه ترهگريز فعاليتونه ترسره کوي.
رحمان ملک وويل داسلام اباد په ميرټ هوټل، لاهور کې دسري لنکا په ټيم او پينډۍ کې په جي ايچ کيو دبريدونو په گډون په نورو ترهه گريزو هلو ځلو کې لشکرجهنگوي ککړه ده.
رحمان ملک وويل په سملاسي توگه به په جنوبي پنجاب کې دتندلارو په ضد عمليات نۀ پيل کوؤ خو دپنجاب حکومت ته مو خبردارى ورکړى دى چې دشکمنو ډلو په ضد دسملاسي کارروايۍ پيل وکړي او په دغه هکله داستخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه کيږي.
دکورنيو چارو وزير وويل پنجابي طالبان دهيواد لپاره ستر گواښ دى او هغوي ديو ستر بريد تيارۍ کوي.
هغه زياته کړه حکومت دنيويارک دټائمز سکوائر ناکامه موټري بم په پيښه کې دککړ فيصل شهزاد په هکله دامريکا سره همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG