لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس صدر په ړومبي ځل کراېمیا ته رسېدلی


 صدر پوټن دسر ښار ماسکو په ریډ سکواېر کې
صدر پوټن دسر ښار ماسکو په ریډ سکواېر کې
د روس صدر ولادي مېر پوټن په دوېم جهاني جنګ کې د روس د ګټې ورځ نمانځلو په محال د جمعې په ورځ په ړومبي ځل کراېمیا تر رسېدلې. کراېمیا د مارچ په میاشت کې د روس برخه جوړه شوې .

د کراېمیا ساحلي ښار سواستوپول کې پخوانو او موجوده پوځيانو ته د وینا په وخت ښاغلي پوټن وېلي کال ۲۰۱۴م به د کراېمیا د خلکو لپاره یادګاري کال وي چې دوي د روس او خپلو کورنیو سره د بیا یوځاې کیدو ژمنه پوره کړه. وړاندی ددغې نه صدر پوټن دسر ښار ماسکو په ریډ سکواېر کې د ګټې د ورځ په مناسبت هغه پوځي پریډ هم اوکتو چې پکې یولس زره روسي ځواکونو سره د وسلو پوځي پریډ اوکړو.

اخوا د یوکراېن په ساحلي ښار ماریوپل کې د جمعې په ورځ د یوکراېن امنیتي ځواکونو او روس پلوه وسله والو تر مینځه سختې انښتې شوې دي. د یوکراېن داخله وزیر ارسېن ایوکوف وېلي یوکراېني ځواکونو هغه محال شل روس پلوه بیلتون غوښتونکي وژلي کله چې دغه کسانو د پولیسو هیډ کوارټر قبضه کولو هسه کوله.

داخله وزیر زیاته کړی پدغه جګړه کې د یوکراېن یو عسکر وژل شوی او پېنځه نور ژوبل شوي دي. ایسوسي اېټډ پرېس وېلي د دوي یو خبریال د ماریوپل پولېس سټیشن سره نژدی درې مړي لیدلي چې پکې یو یوکراېني عسکر هم وو. ځاېي خلکو وېلي دغلته د جګړې په وخت د پولیسو په دفتر کې اوور هم لګیدولې وو.

د یوکراېن شرقي سیمو دونڅک او لوهنڅک کې روس پلوه بیلتون غوښتونکو د اتوار په ورځ د انتخاباتو یا رېفرنډم پلان لري چې د یوکراېن نه د آزادۍ اعلان اوکړي. د روس صدر ولادي مېر پوټن هم د دغه رېفرنډم ځنډولو غږ کړیدې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG